د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قريشي له حنيف اتمر سره پر افغان سولې خبرې کړي


ښي اړخ ته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وزیر شاه محمود قریشي او کیڼ اړخ ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر.
ښي اړخ ته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وزیر شاه محمود قریشي او کیڼ اړخ ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر دوه اړخیزه تجارت او د افغانستان د سولې پر پروسه سره غږېدلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۲۵مه ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، چې له خپل افغان هم منصب محمد حنیف اتمر سره یې د سیمې د ثبات لپاره د همکارۍ پر دوام هم خبرې وکړې.

دا ټېلېفوني خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شاه محمود قریشي پر تازه څرګندونو انتقاد کړی و.

قریشي د جنورۍ پر ۲۲مه له الجزیرې ټېلېویزن سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستلو لړۍ روانه وساتي.

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې وه.

بلخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي ول، د پاکستان حکومت باید طالبان د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې عملي کولو او سراسري اوربند ته وهڅوي.

پاکستان وايي چې د افغانستان په سوله بهير کې يې مهم رول لوبولی دی. طالبانو او امريکا د ۲۰۲۰م کال د فېبرورۍ په مياشت کې د سولې تړون لاسليک کړی وو چې هم له دې کبله بين الافغاني خبرو اترو ته هم لاره هواره شوه.

طالبان او افغان مذاکراتي ډلې دامهال په قطر کې د سولې مذاکرات کوي وي چې په ځينو اختلافي نکتو خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG