د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار والي وايي‌د لښکر اسلام مشر، منګل باغ ووژل شو


د ۲۰۰۸ کال تصویر: منګل باغ د خېبر په باړه کې د خپلو ساتونکو سره
د ۲۰۰۸ کال تصویر: منګل باغ د خېبر په باړه کې د خپلو ساتونکو سره

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې د لښکر اسلام وسله والې ډلې مشر منګل باغ وژل شوی دی.

د ننګرهار والي، ضيا الحق امرخېل پر ټويټر ليکلي چې منګل باغ سره د دوو نورو ملګرو د جنورۍ په ۲۸مه د اچين ولسوالۍ باندر درې څېړۍ کڅونه سيمه کې هغه وخت ووژل شول چې په ځمکه کې یې بم ايښود.

يو امنيتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډيو ته ويلي چې په دې پېښه کې د منګل باغ ۱۲ کلنه لور هم وژل شوې.

امرخېل همداراز د جنورۍ په ۲۸ مه نېټه ماښام مهال مشال راډیو ته وویل، منګل باغ د تېرو اوږدو کلونو راهیسې د ننګرهار د سپین غر په لمنه کې پرتو یو شمېر ولسوالیو کې په ګڼو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.

منګل باغ څوک وو؟

منګل باغ د خېبر ضلعې په باړه کې زیږيدلی وو. د رسنيوو د راپورونو ترمخه د هغه د زیږيدو کال ۱۹۷۳ دی. دی په قوم افریدی وو. هغه په ۲۰۰۴ کال کې جوړې شوې، د پاکستانۍ وسله والې ډلې، لښکر اسلام مشر وو. تر دې مخکې هم دوه ځلې د هغه د مرګ خبر ورکړل شوی وو. يو ځل دا خبره پاکستاني او بل وار افغان چارواکو کړې وه خو وروسته معلومه شوه چې هغه ژوندی دی.

د خیبر په باړه کې د وسلوالو ډلو پرضد په ۲۰۰۸ کې درغلم په نوم پوځي عملیات پیل شول. د همدې کال په نیمایی کې بیا درغلم په نوم عملیات هم وشول. ورپسې په ۲۰۰۹ کې خوښ به دې شم په نوم عملیات ترسره شول. په ظاهره د دې عملياتو موخه د لښکر اسلام او په خېبر کې د نورو وسله والو ډلو له منځه وړل وو.

د راپورونو ترمخه، منګل باغ په ۲۰۱۴ کې د خیبر له تیرا څخه افغانستان ته منتقل شو او په نيزدي اچین ولسوالۍ کې په باندر کې میشت شو. تر دې يو کال مخکې، په ۲۰۱۳ کال کې د تیرا میدان سیمه له وسلوالو پاکه وګرځول شوه او په ۲۰۱۶ کې پوځي چارواکو اعلان وکړ چې په ټوله خیبر ضلعه کې یې د وسله والو مرکزونه ختم کړي دي.

د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته د منګل باغ فعاليت او د امریکې بندېزونه

منګل باغ په ننګرهار ولايت کې د خلکو په تښتولو او له کورنيوو یې د پېسو په اخیستلو تورن وو. د مومندو قام د هغه د فعاليت د مخنيوي لپاره يوه قامي تړه هم کړې وه چې پکې ويل شوې وو هر څوک چې نوموړي سره همکاري وکړي، کور به یې سوځول کېږي او له کلي به شړل کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې امریکې د منګل باغ په شمول د درې مهمو پاکستاني وسله والو قوماندانو پر سر انعامونه اعلان کړل. د امریکې بهرنيوو چارو وزارت د ۲۰۱۸ کال د مارچ په نهمه اعلان وکړ که هر چا ورته د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله په اړه معلومات ورکړل نو پینځه میلیونه ډالرو پورې انعام ورکوي.

په بیان کې د جماعت الاحرار ډلې د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام وسله والې ډلې د مشر منګل باغ په اړه د معلوماتو په بدل کې تر درېو، درېو میلیونه ډالرو پورې انعام ایښی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، درې واړو وسله والو مشرانو ((د پاکستان او امریکا د ګټو پر ضد د بېشماره حملو ذمه وارۍ منلې دي)) او پر ملکي وګړیو، مذهبي لږکیو او امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG