د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د محمد خان مړینه ښایي د نقیب کېس هم ښخ کړي''


د نقیب مسود د وژنې تور پر پولیس مشر راو انوار لګېږي
د نقیب مسود د وژنې تور پر پولیس مشر راو انوار لګېږي

پراګ ـ په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود پلار محمدخان د ګل پر ورځ د سرطان ناروغۍ له امله وفات شو. دا په داسې حال کې ده د نقیب الله مسود د وژنې کېس لا هم په عدالت کې دی. محمدخان په هغه کېس کې یوازینې مدعي و.

کله چې د ۲۰۱۸م په جنورۍ کې وزیرستانی ځوان نقیب الله مسود له خپلو نورو ملګرو سره د سهراب ګوټ له شیراغا هوټل څخه وتښتول شو او بیا په یوه جعلي پولیس مقابله کې ووژل شو نو محمدخان په خپل مدعیت کې د ملیر د پولیسو د پخواني افسر راو انور او د هغه د ملګرو او ملګرو پر ضد مقدمه ولیکله. کېس د ترهګرۍ ضد عدالت ته لاړ خو ځینې اوریدنې یې له دې وجې و نه شوې چې د کېس مدعي، د نقیب الله مسود پلار محمد خان د ناروغۍ له وجې عدالت ته نه وړاندېکېدو.

د نقیب د پلار د مرګ اغېز پر کېس نه پریوزي، ځکه چې هغه مدعي و، عیني ګواه نه و. ګواهان درې نور کسان دي. اوس پوښتنه داده چې هغه کسان په خپله خبره ودریږي او کنه
وکیل صلاح الدین پهنور

د نقیب کورنی وکیل صلاح الدین پهنور وایي، تر اوسه د محمدخان بیان عدالت نه و اخېستي، دوی د ویډیو لینک له لارې عدالت ته خواست هم کړی و، خو له هغه سره ژوند وفا ونه کړه.

"د نقیب د پلار د مرګ اغېز پر کېس نه پرېوزي، ځکه چې هغه مدعي و، عیني ګواه نه و. ګواهان درې نور کسان دي. اوس پوښتنه داده چې هغه کسان په خپله خبره ودرېږي او که نه، دا به په کېس اغېز ولري. کله چې محمدخان ژوندی و، ګواهان عدالت ته راتلل، خو که اوس هغوی له خپلې خبرې پر شا کېږي نو په دې کې عدالت بیا هېڅ نشي کولی."

محمد خان د هغې جرګې مشري هم کوله چې د قبایلو مشرانو نقیب مسود ته د انصاف ګټلو لپاره ګومارلې ده. د جرګې یو بل مخکښ سیف الرحمان مسود و چې له دغه کېس وروسته د واکمن تحریک انصاف په ټکټ قامي اسمبلۍ ته کامیاب شو او اوس د پارلیمان غړی دی.

دا هرچاته جوته ده چې راو انور په ادارو پوره اثرانداز دی، همدا وجه ده چې د نقیب پلار محمدخان نقیب ته د انصاف ارمان قبر ته یوړو
سیف الرحمان مسود

نوموړي د ډیسېمبر پر ۴مه مشال رېډیو ته وویل، د تېر په څېر به د کېس چلولو په لړ کې د نقیب د کورنۍ مرسته جاري ساتي.

"دا هرچا ته جوته ده چې راو انور په ادارو پوره اثرانداز دی، همدا وجه ده چې د نقیب پلار محمدخان نقیب ته د انصاف ارمان قبر ته یوړو."

سیف الرحمان مسود وویل د نقیب له کورنۍ سره د پوځ اوسني مشر جنرل قمر جاوید باجوه ژمنې کړې او سپریم کورټ هم پرې نوټس اخېستی و نو ځکه هیله من دي چې انصاف به ورسره وشي.

قانونپوهه او د نقیب مسود په کېس نظر ساتونکی عبدالرحیم اېډوکېټ بیا وایي، په تېرو څه کم دوو کلونو کې په هغه کېس کې هغسې پرمختګ ونشو چې څنګه پکار و. هغه وایي که څه هم محمد خان ته له کېسه د شا ته کېدو لپاره ځینې پېشکشونه وشول خو هغه رد کړل.

ملک محمد خان: د نقیب زوی وینه به کله خرڅه نه کړم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00


عبدالرحیم وایي، راو انور ډېر قوی دی او د هغه په ضمانت خوشېکېدو په کېس کې د نقیب کورنۍ و دریځ ته واردمخه ضربه ورکړې خو د محمد خان مړینه ښایي دغه کېس هم ښخ کړي.

"راو انور باثره دی، خلک په دې خبره کوي چې هغه له څلورو سوو زیات کسان وژلي خو هغه اوس هم عدالت ته داسې راځي لکه شاهي مېلمه. دا مشهور کېس دی او فیصله یې ډېره وځنډېده. چې فیصله څومره ځنډېږي هومره یې ملزم ته ګټه رسېږي."

نقیب الله مسود او د هغه د ملګرو په وژنه ۲۵ کسان تورن دي. په دوی کې د راو انور په ګډون پنځه کسان په ضمانت خوشې شوي دي. اووه کسان عدالت اشتهاري ګرځولي او ۱۳ نور لا هم په زندان کې دي.

د نقیب الله مسود وژنې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه زېږولي و.

د ۲۰۱۸ په فېبرورۍ کې قبایلي ځوانانو د مسود د وژنې، له عدالته لیرې قتلونو، ورکو کسانو او په قبایلو کې د ناامنیو پرضد په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو. د همدې ناستې پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جوړ شو.

غورځنګ د نقیب مسود په وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه او احتجاجي غونډې کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG