د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ د رنګ او نسل نه ، د ظلم خلاف یو: منظور پښتین


منظور پښتین د تېر په څېر په خپله وینا کې د پښتنو پر خاوره د تېرو شویو او روانو حالاتو یادونه وکړه او خپل هغه دریځ یې تکرار کړ چې دا هر څه د ده په وینا ریاست کړي دي.
منظور پښتین د تېر په څېر په خپله وینا کې د پښتنو پر خاوره د تېرو شویو او روانو حالاتو یادونه وکړه او خپل هغه دریځ یې تکرار کړ چې دا هر څه د ده په وینا ریاست کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې دوی د رنګ او نسل نه بلکې د ظلم خلاف دي هغه که هر ځای او په هر شکل کې وي.

منظور پښتین وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د رنګ او نسل پر اساس له خلکو د کرکې لپاره نه دی جوړې شوی بلکې د ده په وینا، پښتانه یوازې د هغو خلکو خلاف دي چې پښتانه وژني او کورونه یې ورانوي.

منظور پښتین دا څرګندونې د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهارب ګوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې جلسې ته په وینا کې وکړې چې په زرګونه کسان پکې شریک وو.

نوموړي پر پښتنو غږ وکړ چې د ستونزو د هواري یوازنی حل لاره یې دا ده چې پع خپل منځ کې یو بل ته لاس ورکړي او یووالی وکړي.

ده وویل، "په قبیلو او کرښو مه وېشل کېږي ، دا مو د تباهۍ لاره ده او دا په قام کې د نفرت خپرولو لاره ده."

منظور پښتین د تېر په څېر په خپله وینا کې د پښتنو پر خاوره د تېرو شویو او روانو حالاتو یادونه وکړه او خپل هغه دریځ یې تکرار کړ چې دا هر څه د ده په وینا ریاست کړي دي.

ده وویل، "یو طرف ته د قبایلو یو نیم لاک کورنه ړنګ شول او بل پلو د پاکستاني پوځ پخواني جنرال کیاني په اسټرالیا کې جزیرې اخیستې دي."

منظور پښتین فوځ ته په اشاره وویل چې "دوی لګیا دي د پښتنو په بېلا بېلو سیمو کې په یوه او بله پلمه مځکې قبضه کوي، پښتانه هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی پر مځکو دې قبضې وکړي."

نوموړي په قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې د بدامني په اړه وویل، "هره ورځ هدفي وژنې وي خو ریاست خاموش دی او نه هم عدالت څه وايي."

ده زیاته کړه چې په باجوړ، سوات ، چمن، پېښور، کراچۍ او نورو سیمو کې په پرلپسې پښتانه وژل کېږي خو یوه عدالت یې هم نه تپوس کړی او نه یې چاته انصاف ورکړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاته کړه چې "متاثرین هغه وي چې قدرتي افت پرې راشي، موږ متاثرین نه یو ، موږ مظلومان یو له موږ سره ظلم شوی دی."

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي ملګرو ته په اشاره وویل چې د ده په وینا، په دې ریاست کې امن غوښتونکي بندیان دي او قاتلان ازاد ګرځي.

نوموړي د سیند پر حکومت هم نیوکې وکړې او زیاته کړه چې د کراچۍ په پښتون مېشتو سیمو کې نه کالج شته نه روغتون خو تاڼې ښې ډېرې دي کومې چې د ده په خبره له پښتنو بتې اخلي.

ده زیاته کړه، "موږ په کراچۍ کې امن غواړو ، ورورولي غواړو ، له نورو قامونو سره ارام ژوند کول غواړو."

منظور پښتین د خپلې وینا په پای کې اعلان وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې جلسه به د روانې دسمبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه په خیبر کې وي.

د جلسې د یوې برخې عکس
د جلسې د یوې برخې عکس

جلسې ته د ثنا اعجاز ، محسن داوړ ، علي وزیر او نورالله ترین په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نور مشرانو هم ویناوې وکړې.

ثنا اعجاز اعجاز په خپله وینا کې وویل چې ریاست باید زر تر زره هغه په زرګونه پښتانه پیدا کړي چې له کلونو راهسې ورک دي.

نوموړې وویل چې ریاست باید ټول ورک کړل شوي خلک یا خوشي کړي او یا که یې څه جرم کړی وي نو دې عدالت ته وړاندې کړي.

ثنا اعجاز وویل، "په پاکستان کې یوازې د پښتون پر ژوند برید نه دی شوی بلکې د پښتون پر کلتور ، ژبه او هر څه برید شوی دی."

نوموړې زیاته کړه چې په پاکستان کې اوسېدونکي قامونه به هغه وخت یو وي چې کله ټول یو د بل برابر وګڼل شي.

ثنا اعجاز زیاته کړه چې په پاکستان کې د پښتنو د وطن امن له افغانسان سره او د افغانستان امن په پاکستان کې د پښتنو له سیمو سره تړلی دی.

نوموې زیاته کړه چې د پښتون قام د سیالي او سوکالۍ لاره دا ده چې دوی به په تحریک کې ښځې هم د ځان ملګرې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر جلسې ته په وینا کې وویل چې پښتانه په کراچۍ کې له سیندهي او مهاجر سره جنګ نه غواړي.

ده وویل چې پښتانه کراچۍ ته په مزدورۍ پسې تللي‌ خو پر ځان به د چا ظلم ونه مني.

علي وزیر زیاته کړه چې کله پښتانه په کراچۍ کې وېشلي وو نو ظلمونه ورباندې کېدل خو اوس چې د ده په وینا یو شوي دي نو حالت یې ډېر ښه شوی دی.

علي وزیر وویل چې د پاکستان له ریاست څخه به د ده په وینا د پښتون په هره سیمه کې دې شوي ظلم او زیاتي حساب اخلي.

علي وزیر په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو کارباریانو او مزدورانو ستونزو ته په اشاره وویل چې پاکستان باید هم په کراچۍ او هم د پښتنو په خپلو سیمو کې د روزګار مخه ونه نیسي.

ده وویل، موږ له افغانستان سره اړیکي او تجارت غواړو ، پاکستان دې له افغانستان سره ټولې لارې خلاصې کړي.

نوموړي تور پورې کړ چې په کراچۍ کې د بدامني تر شا ریاستي ادارې او د هغوي مشران دي.

ده وویل، "پښتانه او سیندهیان به راو انوار ، مېجر او جنرل یو هم ونه بخښي او د ټول ظلم حساب به غواړي."

جلسه د پر ځايي وخت شاوخوا ماسپښین درې بجې پیل شوه
جلسه د پر ځايي وخت شاوخوا ماسپښین درې بجې پیل شوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ هم جلسې ته د وینا پر مهال پر ریاستي ادارو کلکې نیوکې وکړې.

نوموړي تور پورې کړ چې په کراچۍ کې پر پښتنو د شوي ظلم تر شا د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې دي.

محسن داوړ وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کېدو وروسته په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو ژوند د پخوا پرتله اسان شوی دی.

ده وویل، "موږ چې دلته لومړۍ جلسه کوله نو ریاست ډېر ظلمونه وکړل، بیا له هغه یو کال وروسته بله جلسه وشوه او د ریاست مزاهمت کم وو او اوس د غورځنګ غړي په ازاد مټ کمپاینونه کوي."

د محسن داوړ په وینا، ریاست اوس دا تسلیم کړې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ یو حقیقت دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ګراچۍ مشر نور الله ترین هم جلسې ته وینا وکړه او ویې ویل چې که د کراچۍ پښتانه یو وي نو بیا د ده په وینا، هیڅوک زیاتوب ورسره نشي کولای.

نوموړي په د جلسې ګډونوالو ته په کراچۍ کې د پښتنو د حالت او ستونزو په اړه څرګندونې وکړې.

ده زیاته کړه چې په کراچۍ کې مېښت پښتانه باید په پښتون غورځنګ کې غړیتوب واخلي او له یو بل سره د ورور په څېر ودرېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د حکومت دریځ

د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غوښنې پر ځای بللې وې کومې چې په قبایلي ضلعو پورې تړلې وې.

خو وروسته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې پراخې شوې او د غورځنګ د مشرانو له خوا پر ریاستي‌ادارو نیوکې سختې او زیاتې شوې نو حکومت او پوځ غورځنګ په دې تورن کړ چې ګواکې پر پاکستان ضد بهرنۍ ایجنډا کار کوي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې پخواني مشر مېجر جنرال اصف غفور په یو اوږده خبري غونډه کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړی وو چې د افغانستان له لارې یې له هند څخه پیسې اخیستې وې خو د دې لپاره مېجر جنرال اصف غفور هیڅ ثبوت نه وو وړاندې کړی.

د ریاست له خوا د غدارۍ پر تورونو سربېره د دفاع وزیر پرویز خټک له خوا پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو اترو وړاندیز شوی وو کوم چې غورځنګ منلی هم وو.

د حکومت له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې هغه خبرې اترې اوس کوم ځای ته رسېدلې دي خو د غورځنګ مشر منظور پښتین په بیا بیا ویلي چې ریاست هم د مزاکراتو خبره کوي او هم د ده په وینا د غورځنګ غړي او مشران په نښه کوی.

XS
SM
MD
LG