د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ضمني‌ او سېنټ ټاکنو کې د پي ډي ایم ګډون څه معنا لري؟


د مسلم ليګ نواز مخکښ پير صابر شاه وايي، د اپوزيشن ګوندونو اتحاد بچ کولو لپاره يې دا پريکړه کړې ده.
د مسلم ليګ نواز مخکښ پير صابر شاه وايي، د اپوزيشن ګوندونو اتحاد بچ کولو لپاره يې دا پريکړه کړې ده.

پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند د قومي او صوبايي اسمبلیو په ضمني او د سېنېټ په راتلونکو انتخاباتو کې د برخې اخستو اعلان کړی دی.

د ګوند يو مخکښ او د خيبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير پير صابر شاه د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک کې شامل پيپلز پارټۍ وار له مخې په ضمني او سېنېټ انتخاباتو کې د برخې اخستو پريکړه کړی ده.

د ده په وینا، د مسلم لیګ نواز مشرتابه هم ځکه په دې ټاکنو کې د برخې اخیستې پرېکړه کړې ده.

د مسلم ليګ دا اعلان د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د هغه موقف برعکس دی چې په اتحاد کې شامل ګوندونه به د جنورۍ تر ۳۱مه وروسته پريکړه کوي چې ايا سېنېټ انتخاباتو کې برخه واخلي او که له اسمبلیو مستفعي شي.

د مسلم ليګ نواز مخکښ پير صابر شاه وايي، د اپوزيشن ګوندونو اتحاد بچ کولو لپاره يې دا پريکړه کړې ده.

ده وویل، "داسي نه کېږي چې يو ګوند په انتخاباتو کې برخه واخلي او بل نه. بله دا چې موږ استفعې ورکوو، له پارليمانه هم باهر شو، د سېنېټه هم باهر شو او نور جماعتونه اليکشن وکړي. دا په سياسي توګه ګټه ور نه دي."

د ده په وینا، پيپلز ګوند په دې لړ کې مرسته ونه کړه ځکه دوی په ضمني ټاکنو کې برخه اخلي.

د جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ګوند يو مخکښ حافظ حمد الله د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان جمهوري تحریک په وروستۍ غونډه کې دا فيصله شوې وه چې کوم ګوندونه په ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستل غواړي هغوی یې اخیستلای شي.

خو نوموړي وويل چې له سېنېټه د مستفعې کېدو پريکړه به پاکستان جمهوري تحریک په شریکه کوي.

ده وویل، "د پيپلز پارټۍ يا مسلم ليګ نواز دا خبره چې په سېنېټ ټاکنو کې به برخه اخلي، نو دا د هغوي رايي ده. دا د دوی يو وړانديز دی. اصل فيصله به د پاکستان جمهوري تحریک په راتلونکې غونډه کې کېږي.)

حافظ حمدالله وویل چې د دې ګوندونو رايه د پاکستان جمهوري تحریک پر اتحاد هيڅ منفې اغيزه نه کوي.

د اپوزيشن ګوندونو اتحاد واکمن تحريک انصاف حکومت ته د جنورۍ ۳۱مې مهلت ورکړی دی چې مستفعي شي.

مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د تحریک د مشرتابه تر غونډه وروسته ویلي ول چې په تحریک کې شامل ټول ګوندونه تر پخوا لا ډېر متحد دي.

خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف وفاقي وزيرانو په غبرګون کې ويلي وو چې د دسمبر ۳۱مه نېټه تېره شوه خو اپوزېشن ګوندونو ځکه استعغګانې ورنکړې چې په دې اتحاد کې شامل ګوندونو ترمنځ ژور اختلافات دي.

په پيښور کې د ډان ټيلویژن بيورو چيف علي اکبر خان مشال راډيو ته وويل چې اپوزيشن ګوندونو اتحاد ته نه ښکاري چې د جنورۍ تر ۳۱مې به واکمن ګوند يا عمران خان مستفعي شي، ځکه يې دا فيصله کړې ده.

علي اکبر د اپوزيشن دوو ګوندونو دې پريکړې تر شا د اسټبلشمنټ خبره هم وکړه.

ده وویل، "داسې رپورټونه دي چې پي ډي اېم سره د اسټبلشمنټ رابطې شوي دي. ځکه اول پيپلز پارټۍ له خپل دريځه پرشا شو او اوس مسلم ليګ نواز هم پرشا شوی دی. نو په جنورۍ کې د حکومت رانسکورولو خبرې په نظر نه راځي."

علي اکبر خان وویل دا ځکه چې داسي کارونو لپاره مقتدر حلقو ملګرتيا ضروري وي خو د ده په وینا دا وخت سياسي جماعتونو ته ويل شوي دي چې له صبره کار واخلي.

پي ډي اېم د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو چې د اپوزېشن ۱۱ ګوندونه پکې شامل دي.

د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې دا تحریک په یوه خوله دریځ لري چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی نو ځکه بايد استعفا ورکړي. حکومت دا غوښتنه رد کړې ده.

دوی تور پورې کوي چې د پاکستان پوځي او د جاسوسي‌ ادارو چارواکو د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې د دې لپاره درغلۍ کړې وې چې عمران خان واک ته ورسوي.

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن تېرې ټاکنې شفافې اعلان کړې وې او د اپوزیشن سياستوالو تورونه بې ځايه بولي. پوځ هم په سياست کې د مداخلې الزام بې بنياده ګني.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي شايق حسين وايي، په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل لوی ګوندونه له مقتدر حلقو څخه د ځينو ګټو ترلاسه کولو لپاره له خپل دريځه پرشا شوی دی.

ده وویل، " زما په فکر دواړه ګوندونه د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره داسي اعلانونه کوي. دوي ته معلومه ده چې که چېري په سېنېټ انتخاباتو کې يې برخه وانخسته نو تحريک انصاف به اکثريت کې راشي او بيا به د دوي لپاره ډيره ګرانه شي."

شنونکي وايي، په موجوده حالاتو کې حکومت لپاره لوي چيلنج اپوزيشن نه دی بلکې په ملک کې روان حالات دي او که چېري حکومت پرې قابو ونه مومي نو د اپوزيشن اتحاد ته نور تقویت ورکړي.

خو د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لري چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG