د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان جمهوري تحریک کې اختلافات شته که ختم شوي؟ 


پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو چې د اپوزېشن ۱۱ ګوندونه پکې شامل دي.
پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو چې د اپوزېشن ۱۱ ګوندونه پکې شامل دي.

د پاکستان د اپوزيشن ګوندونو اتحاد د حکومت ضد د روان تحريک په دويم پړاو کې دی او دا وخت د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې جلسې کوي.

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر لومړۍ نېټه تر غونډې وروسته په خبرې کانفرنس کې اعلان وکړ چې د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه به په ټولو صوبو کې د انتخاباتي کمېشن او د احتساب قامي ادارې (نېب) د دفترونو مخې نه مظاهرې کوي.

د حکومت ضد د جلسو او مظاهرو په اړه په اتحاد کې شامل ګوندونو کې اختلافات نه دي لېدل شوي خو له اسمبليو څخه استعفاګانې ورکول او په مارچ کې د سېنېټ په انتخاباتو کې برخه اخيستل د اتحاد لپاره يو لوی چېلېنج بلل کېږي.

پيپلز پارټۍ له اسمبيلو څخه د استعفاګانو په حق کې نه ده او مسلم ليګ نواز او جمیعت علما اسلام بيا غواړي چې له اسمبليو مستعفي شي.

خو د کارپوهانو په وينا، داسې ښکاري چې د استعفاګانو په اړه ممکنه اختلاف ختمه شوی دی.

خبريال شاه زيب جېلاني وايي چې مسلم ليګ او جميعت علما اسلام د پاکستان په اوسني نظام کې ونډه او ګټې نلري البته پيپلز پارټۍ په سيند کې د حکومت لرلو له کبله په نظام کې ګټې لري نو ځکه نه غواړي استعفاګانې ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه چې بايد د پيپلز پارټۍ نظر هم په پام کې ونيول شي ځکه چې ګوند فکر کوي چې د استعفاګانو په صورت کې به واکمن تحريک انصاف ته سياسي مېدان خالي شي او دا ګوند ښايي د سېنېټ زياتره چوکۍ وګټي.

د شاه زيب په خبره، د پيپلز پارټۍ په فکر د سېنېټ له زياتو چوکۍ ګټلو سره به تحريک انصاف د دې جوګه شي چې د اتلسم ترمېم د بېرته ختمولو یا پکې بدلون کولو کې کاميابه شي.

د ده په فکر، پيپلز پارټۍ په رایوېنډ کې شوې غونډه کې د اتحاد نور ګوندونو قايله کړي او داسې ښکاري چې دوی به استغفاګانې ورنکړي او د سېنېټ په انتخاباتو کې به برخه واخلي.

د شاه زيب جېلاني دې خبرې ته په پام سره د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان او د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز په خبرې غونډه کې ويلي ول چې په ضمني انتخاباتو کې برخه اخلي او د دوی په خبره د سېنېټ ټاکنې لا ليري دي چې په اړه يې لاهم حتمي فیصله نه ده شوې.

د واکمن تحريک انصاف مشران او وفاقي وزيران په پرله پسې توګه دا ادعا کوي چې پي ډي اېم د استعفاګانو پر سر له اختلافاتو سره مخامخ دی خو مولانا فضل الرحمان په خبرې غونډه کې دا تاثر رد کړ او وې ويل چې اتحاد لاهم پياوړی دی.

د سياسي چارو پوهه او ليکواله ګل بخاري چې د پي ډي اېم په داخلي چارو ژور نظر ساتي وايي چې دې ته نه ښکاري چې د استعفاګانو ورکولو موضوع به د پي ډي اېم د ماتېدو سبب شي.

نوموړې زياتوي چې يو ښه اړخ يې دا ليدل شوی چې کله هم په اتحاد کې پر يوه خبره د نظر اختلاف راشي نو درې واړه مشران مولانا فضل الرحمان، نواز شريف او اصف زرداري له يو بل سره مخامخ رابطه وکړي او شته اندېښنې له منځه يوسي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د حکومتونو پرضد ګڼ شمېر اتحادونه جوړ شوي او مات شوي خو د شاه زېب جېلاني په وينا دا لومړۍ ځل دی چې يو اتحاد د پاکستان د سياست بنيادي خرابي په نښه کوي.

د ده په وينا، دا خبره سمه ده چې په پاکستان ډېموکرېټک مومنټ کې داسې ګوندونو شامل دي چې نظريې مختلفې دي او په ماضي کې يې د يو بل پرضد سياست هم کړی دی خو دا ځل دوی ډېر په ښکاره انداز ولسي حکومت نه بلکې د ولسي او پوځي حکومت ترمنځ د توازن نه شتون په ګوته کوي.

شاه زېب جېلاني ته داسې ښکاري چې د پاکستان سياستوالان اوس په سياسي توګه تر يو حده بالغه شوي دي او اوس دوی د چوکيو د بدلولو د لوبې برخه نه دي او دا نه وايي چې عمران خان ليري کړئ او موږ په واک کې راولئ بلکې دوی په سياست کې بنیادي خرابي په نښه کوي.

پاکستان جمهوري اتحاد د ۲۰۰۱۸م زکال هغه اختلافات له درغليو ډک بولي چې نپه تيجه کې يې عمران خان په واک کې راغلی دی.

دوی تور پورې کوي چې عمران خان پوځ په واک کې راوستی دی خو پوځ دا تور ردوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم وايي چې ټاکنې شفافې وي خو اپوزيشن ګوندونه بیا هم دا وضاحتونه نه مني او عمران خان ته يې د جنورۍ تر ۳۱مې د مستعفي کېدو وخت ورکړی او د نه ورکولو په صورت کې يې د اسلام اباد يا پېنډۍ پر لور د لانګ مارچ دړکه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG