د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۰ز کال د حکومت او مخالفو ګوندونو ناندری


پاکستان: د اپوزېشن ګوندونو مشران کیڼ اړخ، مریم نواز، شهباز شریف، مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري، یوسف رضا ګیلاني، او محمود خان اڅکزی د ټول کوندیز غونډې پرمهال. ۲۰۱۹، جون ۲۶
پاکستان: د اپوزېشن ګوندونو مشران کیڼ اړخ، مریم نواز، شهباز شریف، مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري، یوسف رضا ګیلاني، او محمود خان اڅکزی د ټول کوندیز غونډې پرمهال. ۲۰۱۹، جون ۲۶

په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې د تحریک انصاف حکومت او اپوزیشن ترمنځ د پارلېمان دننه او بهر تاوده بحثونه او پر یوه بل ټکونه وشول، د مخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو او د پارلېمان غړیو خلاف د احتساب مقدمې جوړې شوې او د حکومت خلاف د مخالفو سیاسي ګوندونو اتحاد جوړېدو په نتیجه کې جلسې جلوسونه وشول.

شنونکي وايي، هم دغه کال سیاسي حالات په داسې حال کې تاوده وو چې په فبرورۍ کې په پاکستان کې د کورونا وایرس لومړی کېس وموندل شو او دغه جهاني وبا د نړۍ په ګډون پاکستان هم متاثره کړ.

د کورونا وایرس وبا په اړه په پارلېمان کې د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ سیاسي همغږي و نه لیدل شوه.

مخالفو ګوندونو په ۲۰۲۰ز کال کې د اقتصاد او کورونا وایرس مخنیوي په لړ کې پر حکومتي تګلارو تنقیدونه وکړل او ویل چې دوی یې په اعتماد کې وا نه خیستل .

په پاکستان کې د کارپوهانو په فکر له روانو سیاسي حالاتو برېښي چې په ۲۰۲۰ز کال کې جمهوریت په صحیح مانا کې نه وعملي.

شنونکي زاهد حسین مشال رېډیو ته وویل چې ۲۰۲۰ز کال په پاکستان کې د جمهوریت له پلوه ډېر ښه کال نه و ځکه چې د حکومت او اپوزېشن تر منځ کشالو په دغه هېواد کې د جمهوري اقدارو د خوندي ساتلو او د جمهوریت د بقا په اړه پوښتنې پېدا کړي دي.

"دا پوښتنه ډېره مهمه ده چې په ۲۰۲۱م کې به څه صورتحال وي؟ ځکه چې د حکومت او اپوزېشن تر منځ په تصادم کې دا وخت جوړجاړی نه ښکاري. داوړو خواو یوه سخته رویه خپله کړې ده چې له امله یې د جمهوري قوتونو لپاره ځای په تنګېدو دې. د دې له وجې به بیا نورو قوتونو، ادارو او پوځي اسټېبلشمنټ لپاره ځاې په زیاتېدو شي او دا موږ څو وارې په پاکستان کې لیدلي دي. نو راتلونکي کال یو خطرناک شکل لرلی شي."

په پاکستان کې د دوه مهمو ګوندونو مسلم لیګ نون او پیپلز پارټۍ د مشرانو خلاف د درغلیو یو شمېر مقدمې جوړې دي چې په لړ کې یې ګرفتارۍ هم شوي دي.

اپوزیشن ګوندونه دا د حکومت انتقامي کارروايي بولي او وايي چې د احتساب قامي ادارې د حکومت په لارښوونه د دوی خلاف کېسونه جوړ کړي. خو حکومت وايي چې نیب په خپلو چارو کې خپلواکه ده او دوی یې په کارونو کې هېڅ مداخلت نه کوي.

خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي داسې نه ويني چې ۲۰۲۱ز به له ۲۰۲۰ز کال څخه مختلف وي.

نوموړی په پاکستان کې روانو سیاسي حالاتو ته په اشاره وايي چې د خپل مفاد لپاره به دواړه خواوې کوښښونه کوي او د ولس اصل مسلې به د مخکې په شان له پامه غورځېدلې پاتې وي.

"یقیناً دا کوم خلک چې دي، داسې کارونه به یې کړی وي چې ځواب ورکول یې پکار دي. خو په کومه طریقه چې دا کېږي هغې ته څه ښه نه شي ویل کېدای. زه خپله دا ګڼم چې ۲۰۲۰ ز کال چې تېر شو، دا چې څومره مشکل و د جمهوریتونو او د ولس د حقونو لپاره، نو راتلونکی کال هم زه دا دومره اسان نه ګڼم. زما په خیال راتلونکې کال به تر دې زیات مشکل وي. ځکه چې کوم خلک په چوکیو ناست دي، هغوی به دا څیزونه د خپلو مقصدونو لپاره استعمالوي. نو زما په فکر دا جدوجهد به جاري وي او دواړه طرفونه به خپل کوششونه کوي. خو ښه خبره دا ده چې جمهوریتونو هم خپل سر لا مکمل نه دی غورځولی."

په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان وفاقي حکومت چې مشري یې تحریک انصاف کوي، له اپوزیشن ګوندونو سره په ګڼو معاملاتو ، د پارلیمان دننه او بهر توند بحثونه وکړل.

په دې موده کې اپوزیشن ګوندونو د حکومت خلاف د پاکستان جمهوري تحریک ( پي ډي ایم) په نوم اتحاد جوړ کړ چې مشران یې د حکومت سربېره پر نورو حکومتي ادارو نیوکې کوي.

د پاکستان جمهوري تحریک په نوم د بېلا بېلو مخالفو سیاسي ګوندونو اېتلاف دریځ لري چې موجوده حکومت د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د درغلیو په نتېجه کې راغلې نو ځکه باید له سره انتخابات وشي او وزیراعظم عمران خان دې استعفی ورکړي.

خو د انتخاباتو کمېشن په بیا بیا هغه ټاکنې شفافه بللي او حکومت وايي چې د مخالفو سیاسي ګوندونو مشران د درغلیو په کېسونو کې ځان له احتسابه د بچ کولو لپاره راغونډ شوي دي.

اپوزیشن ګوندونه وايي، که وزیراعظم مستعفي نه شو نو دوی به په پارلېمان کې له خپلو چوکیو استعفاګانې ورکړي.

زاهد حسېن د پي ډي ایم هلو ځلو ، احتجاجي تحریک او د حکومتي رویې په اړه وايي چې په دغه موده کې په هېواد کې پارلیماني سیاست نه تر سترګو کېږي.

"په جمهوري بهیر کې پارلېمان فعال وي. د حکومت او اپوزېشن تر منځ په مستقله توګه یو ټکراو خو موجود وي خو په هغې کې پارلېمان باېد فعال ووسي. هر قسمه بحثونه مباحثې باېد جاري وي. هغه ما ته نه ښکاري. بل پلوه د پي ډي ایم په تحریک کې هم راته څه واضح سمت نه ښکاري. چې کله هغوی دا وايي چې په هر صورت کې به حکومت راغورځوي. نو لوی سوالیه نشان دا دې چې په پاکستان جمهوري تحریک کې دا خبره زیاته کېږي. نو که داسې وي نو حکومتونه تر وخت مخکې را و غورځیږي او د هغې له وجې نقصان رسېږي. که دا کار جاري وي نو یوه نه ختمېدونکي سلسله به روانه وي. د هغې نتیجه به دا وي چې یو مستحکم حکومت به دلته کله هم رانه شي."

کارپوهان وايي، که د حکومت او اپوزېشن تر منځ حالات هم داسې وي او دوی له یوه بل سره خبرې اترې نه کوي نو بیا په راتلونکي کې د پاکستان جمهوریت له نورو ګواښونو سره مخامخېدای شي.

د دوی په خبره په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ز کال کې د سېنېټ او د قامي او صوبايي اسمبلیو پر اته چوکیو ضمني انتخابات کېدونکي دي، نه ویني چې د کېدو وروسته به هم په دغو حالاتو کې څه ښه والې راشي.

بلکه دوی وايي، ښايي سیاسي کشالې په راتلونکو ورځو کې تر دې هم زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG