د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم مشرانو په قبایلو او بلوچستان کې پر ناامنیو اندېښنه ښوولې


د پي ډي اېم مشرانو په قبایلو او بلوچستان کې پر ناامنیو اندېښنه ښوولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:21 0:00

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په قبایلو کې پر ناامنیو او بریدونو اندېښنه ښوولې او وايي چې د امنیت ټینګولو حکومتي وعدې نه دي پوره شوي. دا خبره نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې جلسې ته په وینا کې وکړه چې ورته د غورځنګ زرګونه پلویان ورغلي ول. ده وویل، که له حکومتي وینا سره سم، امنیتي حالات ښه شوي وي نو په قبایلو او بلوچستان کې پوځيان ولې تر اوسه ځای پر ځای دي؟ د پاکستان حکومت او پوځ د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو رسمي دریځ یې دا دی چې د وسله والو ضد یې تېر عملیات بریالي ول او اوسمهال هم د وسله والو ډلو پر ضد اقدامات کوي. جلسې ته په وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د ټولو قامونو د برابرو حقونو غوښتنه وکړه. د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد مشرانو پر حکومتي اقتصادي تګلارو نیوکې وکړې. خو د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د اقتصادي پالیسیو دفاع کوي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG