د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم ټوله مشرتابه به د ټاکنو کمېشن مخې ته پر احتجاج وي: مریم اورنګزیب


ښي لاس ته په سرو جامو کې مریم اورنګزیب او په اسماني کالیو کې مریم نواز د پي ډي اېم په یوه لاریون کې
ښي لاس ته په سرو جامو کې مریم اورنګزیب او په اسماني کالیو کې مریم نواز د پي ډي اېم په یوه لاریون کې

پاکستان جمهوري اتحاد به د روانې میاشتې په ۱۹ مه نیټه د پاکستان د انتخاباتي کمیشن مخې ته یوه لویه احتجاجي مظاهره کوي.

د جنورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال د مسلم لیګ ن ویاندې مریم اورنګزیب وویل، الیکشن کمیشن د تحریک انصاف د بهرنیو چندو مقدمه نه فیصله کوي ځکه یې پرضد اپوزیشن ګوندونه د جنورۍ پر نولسمه په اسلام اباد کې لاریونونه او مظاهرې کوي.

د دې وینا وه چې الیکشن کمېشن ته یې په ۲۰۱۴ز کال خپل درخواست داخل کړی وو خو اوس دا دی ۲۰۲۱ز کال شو هېڅ پرېکړه نه کوي، تحریک انصاف هم منلي ده چې ایجنټانو به غېر قانوني بهرنۍ چندې ترلاسه کړې دي او انکار هم نه کوي چې اکاونټونو ته یې غېر قانوني پېسه نه ده راغلي، د فیصلې د لیکلو تیاري دې وکړي ګنې پر ۱۹مه نېټه به د پآکستان ولس له تاسو لیکلې فیصله ترلاسه کوي.

اپوزیشن ګوندونه تور پوری کوي چې تحریک انصاف په غیرقانوني توګه له بهر هېوادونو چندې او پیسې اخېستې دي.

د مسلم لیګ ن ویاندې مریم اورنګزېب وویل چې د تحریک انصاف اکاوټونو ته له ۲۳ ناقانونه بهرنیو بانکي کاتو (اکاونټونو) پیسې راغلې وې او دعوا یې وکړه چې د اوسني ولیمشر عارف علوي، د سیند د موجوده ګورنر عمران اسماعیل، د وزیر اعظم عمران خان او د تحریک انصاف د نورو مشرانو لخوا وصول شوي چیکونه لاسلیک شوي هم دي.

خو د جنورۍ پر ۱۴مه د الیکشن کمېشن د جانچ پړتال کمېټۍ ته تحریک انصاف لخوا په خپل وروستي ځواب کي ویلي دي چې ذمه واري پر هغو مینځګړو/ایجنټانو ده چې دا بهرنۍ د چندې یې ترلاسه کړې وې او عمران خان ایجنټانو ته سپینه کړې وه چې دوی ناقانونه پیسې نه اخلي.

د زیارت پر ورځ د الیکشن کمېشن مخي ته په اسلا اباد کي د اپوزېشن احتجاج په اړه د داخله چارو وفاقي وزیر شیخ رشید، د اطلاعاتووفاقي وزیر شبلي فراز، د دفاعي چارو وفاقي وزیر پروېز خټک او دوو نورو وفاقي وزیرانو هم یوې شریکي خبري غونډې ته وینا وکړه.

پر دې مهال د داخله چارو وزیر شیخ رشید وویل چې حکومت به د حزب اختلاف لخوا د احتجاج لاره نه نیسي خو دوی دې په پرامنه ډول خپل احتجاج وکړي او د ګډوډي دې نه جوړوي.

وفاقي وزیرانو د بهرنیو چندو مقدمه (فارن فنډنګ کېس) په لړ کې وویل چې تحریک انصاف په دغه قضیه کي خپل دستاویزات او ځوابونه په الیکشن کمیشن کي داخل کړي دي او پاکستان مسلیم لیګ ن او پاکستان پيپلز ګوند دي هم د بهرنیو مرستو ترلاسه کولو په اړه خپل دستاویزات په الیکشن کمېشن کي جمع کړي او په دغه اداره دې بې ځایه دباو نه اچوي.

پاکستان جمهوري تحریک په تیرو انتخاباتو کې د درغلۍ او له وزیراعظم عمران خانه د استعفا غوښتنه کوي، خو الیکشن کمیشن وايي انتخابات بې طرفه او راڼه شوي دي.

XS
SM
MD
LG