د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې چاودنه، یو سرتېري وژل شوی، درې ژوبل


په وزیرستان کې اکثر سرتېري د شپې مهال ګزمې کوي
په وزیرستان کې اکثر سرتېري د شپې مهال ګزمې کوي

بنو - د شمالي وزیرستان په میرلي کې بم چاودنې یو امنیتي سرتېری وژلی او درې یې ژوبل کړي دي.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د جولای ۲۳مې ماخوستن مهال امنیتي سرتېرو په عیدک کې د میرامشا او میرلي پر سړک ګزمه کوله چې چاودنه وشوه.

ده، چې خپل نوم ښوول یې نه غوښتل، وویل، دا رېموټ کنټرول بمي برید وو.

چارواکی وايي، په پېښه کې سرتېری منصور وژل شوی او عمر، غفار او اصف ژوبل شول.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې دا برید تر هغې څو ساعته وروسته شوی چې د جولای ۲۳مې پر سهار پر موټرسایکل سپرو وسله والو یوه ښځه وویشته.

د جولای ۲۱مې پر ماښام هم د شمالي وزیرستان په همزوني کلي کې هدفي برید شوی وو چې پکې د سیمې یو مشر ملک افسر ووژل شو.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکو د وژنو ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، نه یوازې له خلکو وسلې ټولوي بلکې د حملو مخنیوي هڅې هم کوي.

په ۲۰۲۰ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ټول ۲۲ او په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول.

په دې حملو کې لسګونه کسانو ته، چې پکې ځینې ځايي مشران، سرکاري افسران او امنیتي سرتېري هم شامل ول، مرګ-ژوبله اوښتې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG