د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې یو قومي مشر ووژل شو


د مشال راډيو د ساتلو شمېرو ترمخه سږکال په سیمه کې ۲۱ هدفي بریدونه شوي
د مشال راډيو د ساتلو شمېرو ترمخه سږکال په سیمه کې ۲۱ هدفي بریدونه شوي

د شمالي وزیرستان په همزوني سیمه کې يو قومي مشر وژل شوی دی.

د پوليسو يو افسر چې له رسنيوو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جولای پر ۲۲مه یې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې وژلی تن ملک افسر نومېده او پر هغه ‌ډزې کوونکي تښتېدلي دي.

د ده په خبره، برید د جولای ۲۱مې پر ماښام وشو.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال راډيو د ساتلو شمېرو ترمخه د ۲۰۲۰ز کال پر مهال په شمالي وزیرستان کې ۲۱ او په ۲۰۱۹ز کې ۵۱ هدفي بريدونه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG