د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان بریدونه: ولسمشر د وسله والو ضد عملیاتو پیلولو امر وکړ


د کابل پر زېږنتون په برید کې ښځې او ماشومان هم ووژل شول
د کابل پر زېږنتون په برید کې ښځې او ماشومان هم ووژل شول

افغان ولسمشر اشرف غني د مې ۱۲مې تر حملو وروسته د وسله والو پر ضد د عملیاتو پیلولو امر کړی دی.

نوموړي د سې شنبې (مې ۱۲) پر ورځ ولس ته په وینا کې طالبان او اسلامي دولت ډله د کابل او ننګرهار په بریدونو تورن کړل او ویې ویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې له "دفاعي" دې "تعرضي حالت ته واوړي او د دښمنانو پر ضد دې عملیات پیل کړي."

د کابل پر زېږنتون په وسله وال برید کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان او د ننګرهار په ښېوې کې پر جنازې په ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، اسلامي دولت ډلې پر ټېلېګرام اپليکېشن د ننګرهار د برید ذمه واري منلې.

د سایټ انټېلېجنس په نوم یوه ډله چې د وسله والو ډلو انلاین فعالیتونه څاري وايي، د ننګرهار برید د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې کړی.

خو دې ډلې د کابل د روغتون برید په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په حملو کې لاس لرل رد کړي.

د امریکا غبرګون

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د مې ۱۲مې شپې مهال په یوه بیان کې بریدونه په "کلکه" وغندل.

په دواړو بریدونو کې د طالبانو له خوا د مسوولیت د ردولو په یادولو پر افغان حکومت او طالبانو ټینګار کړی چې د قانون منګولو ته د ککړو کسانو په سپارلو کې دې له یو بل سره همکاري وکړي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا او طالبانو د سولې موافقه لاسلیک کړه چې موخه یې د وسله والې ډلې او حکومت ترمنځ د مستقیمو خبرو پیلول ول خو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنې سربېره بریدونه زیات کړي او د اسلامي دولت ډلې وسله والو هم د افغان امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو په نښه کولو ته دوام ورکړی.

په خوست کې مظاهره

په خوست کې ګڼو خلکو او فعالانو د کابل او ننګرهار په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې شوي بریدونه غندلي.

دې مظاهره کوونکو د مې ۱۲مې پر مازیګر د جګړې ضد او د سولې په حق کې نعرې وهلې.

د احتجاج یوه ګډونوال فریدالله قربان په وینا کې په جګړه کې پر ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د درولو غږ وکړ.

د خوست فعالانو پر داسې مهال د سولې غږ کړی چې افغان ولسمشر اشرف غني د مې پر ۱۲مه، په خپله وینا کې یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.

خو طالبان وايي، د اوربند پرېکړه به د بندیانو تر تبادلې وروسته په بین الافغاني خبرو کې کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG