د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: په خېبر پښتونخوا کې پر ټرانسپورټ او بازارونو بندېز


د کورونا وايرس معلومولو لپاره د یوې جلۍ تبه کتل کېږي
د کورونا وايرس معلومولو لپاره د یوې جلۍ تبه کتل کېږي

په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېر مریضان په سيند صوبه کې دي. خو دې وايرس د نورو صوبو په پرتله تر ټول ډېر خلک په خېبر پښتونخوا کې وژلي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت تر دريوو ورځو پورې د بازارونو تړلو او د ضلعو ترمنځ د ټرانسپورټ بندولو پرېکړه کړې ده.

د حکومت لخوا د مارچ په ۲۱مه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کورونا وایرس د خورېدلو مخنيوي لپاره به تر دريوو ورځو پورې ټول مارکيتونه بند وي خو دواخانې، د تيلو پمپونه او د خوارکي موادو دکانونه به پرانيستي وي.

همداراز د ماچ له ۲۳مې نېټې څخه د ۷ ورځو لپاره د ضلعو ترمنځ ټرانسپورټ بند کړل شوی دی. په مال وړونکو ګاډيو بندېز نشته. په خبرپاڼه کې حکومت له حلکو غوښتي چې په کورونه کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ۸ نوې کيسونه مخې ته راغلي چې دې سره په صوبه کې پر دې وايرس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۱ ته ورسېد. دې وايرس د خېبر پښتونخوا د دريوو کسانو په شمول په ټول پاکستان کې څلور کسان وژلي دي.

کورونا وايرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره شو. تر هغې وورسته په ټوله نړۍ کې خور شو. د رسنيوو د راپورونو ترمخه دې وايرس د مارچ تر دوه ویشتمې پورې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې درې لکه خلک وهلي او ۱۳۰۰۰ یې وژلي دي. په پاکستان کې پرې وايرس ۶۴۵ کسان اخته دي.

په خېبر پښتونخوا کې درې کلي قرنطین شوي دي.

د خېبر پښتونخوا په قرنطين شوي کلي کې څه تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG