د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانۍ فاټا کې ترهګر بیا منظمېږي،له حکومته ځواب غواړو: درانی


په بونیر کې په ۲۰۰۹ ز کال وسله وال طالبان
په بونیر کې په ۲۰۰۹ ز کال وسله وال طالبان

د پاکستان متحده اپوزیشن رهبر کمېټۍ د اګست پر نهمه په لاهور کې د خبري غونډې پرمهال د مسلم لیګ ن د مرستیالې مشرې مریم نواز د نیولو په سختو ټکیو غندنه وکړه او و یې ویل چې په پاکستان کې د روان اقتصادي بحران، په سېنېټ ټاکنو کې د لاسوهنې، د اپوزیشن غړیو خلاف د قامي احتساب ادارې (نیب) د ناروا او ناقانونه اقداماتو پرضد به تر اختر سمدستي وروسته د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ یوه ټول ګوندیزه غونډه کېږي چې پکې خپله راتلونکې تګلاره روښانه کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د اپوزشین مشر او د رهبر کمېټۍ غړي اکرم خان دراني د پاکستان تحریک انصاف پر حکومت تور ولګاوه چې په ملک یې له یوه لوی اقتصادي تاجران له معاشي بدحالی سره مخامخ دي. رسنۍ تر بندیزونو لاندې دي. وزیر اعظم عمران خان د نوکریو ورکولو دعوې کولې خو اوس بې روزګاري د ختمېدو نوم نه اخلي.

دراني زیاته کړه چې پخوانۍ فاټا چې اوس بندبستي علاقې دي هلته ترهګر بیا منظم کېږي او هلته په بونیر کې منظم کېږي. نوموړي له حکومته وپوښتل چې په ځینو سیمو کې د وسله والو پر منظمېدو یې ولې خوله پټه نیولې ده. دراني له حکومته ځواب وغوښت او زیاته یې کړه چې حکومت ته د دې ترهګرو د منظمېدو پته نشته او که چېرې یو بله منصوبه بندي روانه ده. هغه وویل، حمت ته پکار ده چې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

نوموړي وویل، د سېنېټ چېرمېن خلاف د بیا عدم اعتماد راوړلو په اړه به هم تر اختر وروسته د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه کېږي.

پلار مې د ایین بالادستۍ لپاره په زندان کې دی. مریم نواز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

د خبري غونډې پر مهال د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي جنرل سېکرېټري میا افتخار حسین د ځینو پاکستانیو وزیرانو پر هغو څرګندونو سختې نیوکې وکړې چې د کشمیر مسله یې د افغانستان د روغې جوړې له بهیر سره تړلې وه. د نوموړي په وینا چې پاکستان له دوو پرهرونو پرله پسې وینه بهېږي چې یوه یې د کشمیر مسله ده او بله د افغانستان تېر څه باندې څلوېښت کلنه جګړه ده.

زموږ سېنېټر عثمان کاکړ د علي وزیر او محسن داوړ ملاقات ته ورغلی وو خو پرېنښودل شو. د هغوی وکیلان ورته نه پرېښودل کېږی. دا پاکستان دی که موږ قیدیان درته ښکارو. موږ د دې ملک وګړي نه یو، زموږ د دې ملک د ښاریانو او وګړیو په توګه حقوق نشته؟

میا افتخار وویل، کشمیر د پاکستان مسله ده، د ټولو ګډه ستونزه ده، خو له دې ستونزې سره د افغانستان مسله چېړل هېڅکله د منلو وړ نه ده. په افغانستان کې له تېرو څلور لسیزو راهیسې زموږ وینه بهول کېږي. خو هلته بیا یو داسې پلان ترسترګو کېږي چې ترهګري له نوې سره منظمه کړل شي. د ده وینا وهد کشمیر مسله د دوی [ایسټبلشمنټ] د خپلو تګلارو له وجې پېچلې شوه،. د پاکستان عقلمنده ولس به خپلې ستونزې کموي که به یې زیاتوي؟

میا افتخار پر دې ټینګار راوړ چې (موږ دافغانستان مسله پېچلتیا ته نه پرېږدو. که د پاکستان پر یوه پوله خطره وي نو پر بل سرحد هم خطره پکار ده؟ میا افتخار وویل، د کشمیر خطرې ختمولو هڅې به کوو خو د افغانستان امن بهیر به پره بییه جاري ساتو. او ټول فریقین دې د هغو خبرو اترو برخه وي.)

نوموړي په خپلو خبرو کې د پښتون ژغورنه غورځنګ د دوو پارلېماني غړیو محسن داوړ او علي وزیر ذکر هم وکړ، د هغه په وینا کله چې د پاکستان نور بندي سیاستوالان د حاضرېدو قانون ( پروډکشن ارډر) له مخې پارلمان ته راوړل کېږي نو علي وزیر او محسن داوړ ولې نه؟ د ده په خبره ایا دوی د اسمبلۍ غړي نه دي؟

میا افتخار زیاته کړه، (زموږ سېنېټر عثمان کاکړ د علي او محسن ملاقات ته ورغلی وو خو پرېنښودل شو. د هغوی وکیلان ورته نه پرېښودل کېږی. دا پاکستان دی که موږ قیدیان درته ښکارو. موږ د دې ملک وګړي نه یو، زموږ د دې ملک د ښاریانو او وګړیو په توګه حقوق نشته؟)

هغه وویل، علي وزیر او محسن داوړ دې هم د نورو پارلېماني غړیو غوندې حاضر کړل شي کنه نو د اختر پس د مولانا فضل الرحمن صاحب په مشرۍ کې کېدونکې غونډه به دا فیصله کوي چې اسلام اباد ته لاریون وکړي او تر هغو به هلته ناست وي چې حکومت یې په ګونډو کړی نه وي.

د میا افتخار حسین د خبرو په تاید د مسلم لیګ ن یوه مرکزي مشر احسن اقبال هم په خپله وینا کې وویل چې د اپوزیشن مشر له وینا لږه غلط فهمي جوړه شوې وه چې پکې هغه حکومت ته ویلي ول چې ته [عمران خان] امریکا ته تللې وې او هغوی ته مو په افغانستان کې د امن لپاره د همکارۍ وړاندیز کړی وو، نو په هغه کې د حکومت دا مسولیت جوړېدو چې تاسو له امریکا څخه د کشمیر په باب د مرستې غوښتنه کړې وی. له دې څخه دې هېڅکله دا تاثر نه جوړول کېږي چې (موږ د افغانستان امن د کشمیر له مسلې سره نه تړو. ځکه چې په افغانستان کې دننه او زموږ د پښتنو په سیمو کې له تېرو ۱۵، ۲۰ کلونو څخه چې خلکو په جنګ کې څومره قرباني ورکړې ده، څومره چې د هغوی نقصان شوی دی، د هغه موږ اندازه نشو لګولی. که نن دنیا ته د امن ضرورت دی، مو په کشمیر ته چې څومره د امن ضرورت دی هغو خطو ته هم هومره د امن اړتیا ده چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په اور او وینو کې ژوند تېروي.)

احسن اقبال وویل چې دوی له هره پلوه په افغانستان کې د امن بهیر ملاتړ کوي. هغه د پاکستان په مغربي سرحد، د پښتنو په علاقو او په افغانستان کې د امن لپاره امید وښود. د احسن اقبال په وینا پرامنه افغانستان د خوشال پاکستان علامت دی، او پرامنه پاکستان د سیپېک د کامیابۍ علامت دی.

یاده دې وي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ځینو حکومتي وزیرانو او چارواکیو او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف د کشمیر پر مسله د پارلمان ګډې غونډې ته په خپله وینا کې د کشمیر مسله د افغانستان امن خبرو سره تړلې وه. د ده شهباز شریف پر وینا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ هم د پارلمان مشترکه ناستې ته په وینا کې پر حکومت او د اپوزشن پر مشر شهیباز شریف سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د عمران خان حکومت دا مهال په هېواد دننه د اپوزیشن احتجاجونو، ګرانۍ او اقتصادي بحران ته مخامخ دی، حکومت وايي چې د اپوزیشن کسان ځکه نیسي چې په تېرو حکومتونو کې یې درغلۍ کړې دي خو اپوزیشن یې دا تورونه ردوي او وايي چې اوسنی حکومت د ایسټبلشمنټ په زور منتخب شوی دی او تازه مثال یې د سېنېت انتخابات ورکوي چې اپوزیشن د اکثریت باجود د سېنېټ چېرمن خلاف راوړي عدم اعتماد کې ناکامه شو.

XS
SM
MD
LG