د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر او داوړ قیدیان نه، اغوا شوي ښکاري: خټک


علي وزیر او محسن داوړ د پي ټي اېم مخکښان او د قامي اسمبلۍ غړي
علي وزیر او محسن داوړ د پي ټي اېم مخکښان او د قامي اسمبلۍ غړي

د جولای پر نهمه نېټه د نهې په ورځ یوځل بیا په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مخکښانو او د قامي اسمبلۍ د غړیو محسن داوړ او علي وزیر اورېدنه د روانې جولای میاشتې تر اتلسمې نېټې وځنډول شوه.

د مې له ۲۶مې پېښې پس له کله نه چې دغه دواړه مخکښان نیول شوي بیا بیا یې عدالتي اورېدنه په یوه نه بله پلمه ځنډېږي که څه هم دا ځل یې وکېلانو او د پي ټي اېم پلویانود جولای پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکیو عدالت ته د داوړ او وزیر د مقدمو مکمل ریکارډ نه وو راوړی ځکه یې اورېدنه وځنډېدله.

دا کستي کار دی، پولیس ځنډ کوي که په ریښتیا هم هغوی لا تر اوسه خپل ریکارډ نه دی بشپړ کړی؟ نو د دغه ډول ځنډ ختمولو لپاره یو تورن کس د قانون له پلوه څه کولی شي؟

په دې اړه د پېښور های کورټ بار اسوسيیېشن مشر اېډوکېټ ارباب عثمان وايي، په کومه مقدمه کې چې یو تورن کسان په جېل کې وي نو عدالت په داسې حالاتو کې د هغوي مقدمې له نورو د زر فېصله کولو هڅه کوي. او بل له تورن کس سره دا قانوني حق شته چې په خپله مقدمه کې ځنډ چېلنج کړي.

د انساني حقونو مبارز او سیاستوال افراسیاب خټک وايي، داسې ښکاري لکه علي وزیر او محسن داوړ چې په حکومتي زندان کې نه بلکې یوچا تښتولي وي.

نوموړی زیاتوي: ''بېځایه ځنډ او تاخیر نشي کېدلی بلکې پکار ده چې عدالت پخپله د دې تپوس وکړي. البته که د کوم مهم عذر لوجې ځنډ راځي نو هغه ممکنه ده. ځکه چې کوم کسان په جېل کې وي نو عدالت د هغوی په کېسونو اورېدو کې ځنډ نه راولي.''

د اېډوکېټ ارباب عثمان په خبره د علي وزیر او محسن داوړ وکېلان د مقدمې تندولو لپاره له های کورټ او سپریم کورټ سره هم رابطه کولی شي.

خو د انساني حقونو مبارز او سیاستوال افراسیاب خټک وايي، داسې ښکاري لکه علي وزیر او محسن داوړ چې په زندان کې نه بلکې یوچا تښتولي وي.

د نوموړي په خبره د ملزمانو په توګه د هغوی ټول حقونه تر پښو لاندې کېږي: ''علي وزیر او محسن داوړ د پارلېمان منتخب غړي دي اول خو پکار دا وه چې د پارلېمان د نورو نیول شویو غړیو په شان دوی هم د اسمبلۍ غونډو ته بلل شوی وی خو داسې ونشو. بیا عدالت ته چې راشي نو یا جج نه وي، یا وکیل نه وي او یا نور څه مسله وي چې لوجې یې اورېدنه وځنډېږي. دا خو داسې ده چې یو تن د حکومت په قېد کې نه وي له چا تښتولی وي اغوا شوی وي. یعنې چې یو تن عدالت ته نه وړاندې کول کېږي نو دا څنګه نیول دي، دا ډېره غلطه خبره ده.''

بلخوا د قامي اسمبلۍ سپیکر په دا ورستیو کې د پیپلز ګوند د شریک مشر آصف علي زرداري د اسمبلۍ په غونډه کې د حاضرولو د حکم په وخت ویلي ول چې د علي وزیر او محسن داوړ لپاره دا ډول حکم نشي جاري کولی.

دا راز واکمن تحریک انصاف وايي چې د هېواد عدالتونه خپلواکه دي او حکومت یې په چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي.

علي وزیر او محسن داوړ د مې پر ۲۶مه نېټه د خړ کمر پېښې او له هغې وروسته د سړکغاړې ماین چاودنې په مقدمو کې نیول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول.

د خړ کمر پر پېښه د پاکستاني پوځ وینا ده چې د پي ټي اېم د دوو مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر پوسته برید شوی وو چې د دوی په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل شول او پنځه عسکر یې ټپيان شول خو د دې دعوې لپاره یې کوټلی ثبوت نه دی راوړی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG