د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر او محسن داوړ خوشي کولو لپاره پراخ احتجاج


د احتجاج یوه څنډه (تصویر مصور داوړ او فتح داوړ)
د احتجاج یوه څنډه (تصویر مصور داوړ او فتح داوړ)

بنو - د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان د اګست پر دویمه په میرامشا کې د شمالي او جنوبي وزیرستان پارلېماني استازو محسن داوړ او علي وزیر خوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهرې کړې دي.

دا مظاهرې پر داسې مهال دي چې ټاکل شوې عدالت د اګست پر درېیمه د محسن داوړ او علي وزیر د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړي.

د جولای پر ۲۵مه د قاضي د چوټۍ له کبله د غوښتنلیک اورېدنه نه وه شوې چې په غبرګون یې د جولای پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان د ځوانانو ټولنې په میرامشا کې احتجاجي لاریون کړی وو.

ټولنې هغه مهال ګواښ کړی وو چې که دواړه پارلېماني استازي د اګست تر درېیمې خوشې نه شول نو پراخې مظاهرې به پیل کړي.

محسن داوړ او علي وزیر د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د تاوتریخوالي تر هغې پېښې وروسته نیول شوي ول چې پکې د غورځنګ په وینا ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې د داوړ او وزیر په مشرۍ مظاهره کوونکو پر خړ کمر پوستې برید وکړ چې پکې پېنځه سرتېري ژوبل شول. د پوځ په وینا، د سرتېرو په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان یوه لوړپوړي انتظامي چارواکي د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د داوړ او وزیر قضیه په عدالت کې ده نو ځکه یې د خوشې کولو واک نه لري.

د احتجاج یوه څنډه (تصویر مصور داوړ او فتح داوړ)
د احتجاج یوه څنډه (تصویر مصور داوړ او فتح داوړ)

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر دواړو غړو د ترهګرۍ په ګډون د ولس پارونې او نور تورونه پورې شوي او د خیبر پښتونخوا د هریپور په زندان کې بندیان دي.

د پاکستان د اپوزیشن یو شمېر سیاستوالانو، په تېره بیا د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، په جون کې د هېواد د کلني بجټ په اړه د بحث پر مهال په بیا بیا د قامي اسمبلۍ له سپیکر اسد قیصره غوښتنه وکړه چې داوړ او وزیر دې غونډې ته وروبولي.

قیصر لومړی ویلي ول چې د هغوی د خوشې کولو په اړه یې د قانون له وزارته معلومات غوښتي او وروسته یې غونډې ته د وربللو ژمنه کړې وه خو د قامي اسمبلۍ د څو ورځنۍ غونډې تر پایه یې دا کار و نه کړ.

XS
SM
MD
LG