د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پېښې او د راو انوار ضمانت کېدو پرضد د پي ټي اېم سوات لاریون


د پښتون تحفظ مومنټ تر سیوري لاندې د پېښور چاودني او د راوانوار په ضمانت خوشي کېدو پرضد احتجاجي مظاهره وشوه.

دې احتجاجي مظاهرې ته د سوات پښتون تحفظ مومنټ مشر محمد اقبال وويل چې دوی په ټول ملک کې تره ګري نه مني او په ځانمرګي برید کې د عوامي نېشنل پارټۍ د غړي هارون بلور وژنه په سختو ټکوغندي.

پر دې مهال د پښتونخوا ملي عوامي د سوات یو مرکزي مشر ملک ریاض په خپله وینا کې وویل، د پښتانه ولس سر خوندي کول، په پاکستان کې هغوی ته د یوه سیال او برابر قام په توګه حقوق ورکول د پي ټي اېم غوښتنې دې او که دوی خپله دا مبارزه خپلو راتلونکیو نسلونو ته نه شي پرېښودلی. بلکې همدوی به خپل کردار ادا کوي.

چيف جسټس وپوښتل: راو انوار د زورورو په پناه کې دی؟

د غونډې نورو برخوالو په خپلو ویناګانو کې غوښتنه کوله چې د پېښور په پېښه کې ککړ تنان دې ژر تر ژره مالوم کړل او د هغوی پرضد دې سخته کاروايي وکړل شي. د دې ترڅنګ دوی د راو انوار په ضمانت خوشېکېدل يو لوی سازش وبللو او ویل یې چې درياست غلطو پرېکړو دوی دې ته اړ کړي چې سړکونو ته را ووځي. دوی د پي ټي اېم د غړیو خوشېکېدو غوښتني هم وکړې او د ریاست پرضد یې سختې نعرې هم ولګولې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چارشنبې په ورځ د نقیب مسود په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار د ضمانت منظورېدو پرخلاف په ټول ملک کې د احتجاجونو اعلان کړی وو چې د سوات لاریون یې د هغه اعلان برخه وو.

اړوند مطالب

د نقیب مسود په وژنه د تورن راو انوار ضمانت ومنل شو

پلټینزه ډله: نقیب مسید بې ګناه او راو انوار یې د قتل ذمه وار

د پوځ مشر د نقيب مسود له پلار سره ليدلي

پښتون ژغورنې غورځنګ: که پرېغل خوشې نشو، پراخې مظاهرې پیلوو

XS
SM
MD
LG