د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود په وژنه د تورن راو انوار ضمانت ومنل شو


وزيرستانی ځوان نقيب الله مسود او د هغه په وژنه تورن د پوليسو پخوانی افسر راو انوار
وزيرستانی ځوان نقيب الله مسود او د هغه په وژنه تورن د پوليسو پخوانی افسر راو انوار

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د پوليسو پخواني افسر راو انوار ضمانت منظور کړی دی. ياد عدالت د راو انوار لخوا د ضمانت پر درخواست خپله پرېکړه د جولايي پر پنځمه نېټه کړې وه چې نن يې اعلان کړه.

راو انوار د شاوخوا دوو مياشتو تر پټېدو وروسته د مارچ پر ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې سپريم کورټ کې حاضر شو. له هغه وروسته پوليسو ته د نوموړي د نيولو امر وشو چې بيا له اسلام اباد څخه کراچۍ ته یووړل شو او هغه په خپل کور کې وساتل شو. د نوموړي کور ته د سب جېل يا وړوکي جېل درجه ورکړل شوې وه.

په کراچۍ کې مسود قبيلې څو ځلې د سيند های کورټ مخ ته د راو انوار د ضمانت پر ضد احتجاجونه کړي ول.

ملک محمد خان: د نقیب زوی وینه به کله خرڅه نه کړم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

نقیب الله مسود د روان کال د جنورۍ پر درېمه نېټه په کراچۍ کې تښتول شوی وو او د همهغې مياشتې پر ۱۳مه یې مړی وموندل شو. د سيند صوبايي حکومت لخوا جوړې شوې پلټنېزې کمېټۍ راو انوار د نقيب مسود په وژنه تورن کړی و. د نقيب مسود د وژنې په اړه په ټول پاکستان کې احتجاجونه شوي وو. دا پېښه د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم د یو نوي خوځښت جوړېدلو يو سبب هم شوه چې د نورو مطالبو ترڅنګ له قانون سره سم راو انوار ته د سزا غوښتنه هم کوي.

نور راپورونه ولولئ

پلټینزه ډله: نقیب مسید بې ګناه او راو انوار یې د قتل ذمه وار

د پوځ مشر د نقيب مسود له پلار سره ليدلي

XS
SM
MD
LG