د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د راو انوار ضمانت منظورېدو پرضد مظاهرې کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

پښتون ژغورنې غورځنګ تر هغه وروسته د مظاهرو اعلان کړی چې د کراچۍ يوه عدالت په دغه ښار کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه د تورن پوليس افسر راو انوار ضمانت په سېشنبه منظور کړ.

د نقیب مسود د وکیلانو ډله وایی دغه فېصله د انصاف په بنیاد نه ده شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په سېشنبه په یوه ویډیو کې د راو انوار د ضمانت منظورېدو او د حیات پرېغل د لادرکۍ خلاف نن د مظاهرو پیلولو اعلان کړی دی.

د ټولنیزو چارو فعال حیات پرېغال د جولاي په پنځمه د شپې ناوخته په ډېره اسماعیل خان کې له خپل کوره تښتول شوی دی او لا یې هم هېڅ درک نه لګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG