د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۸۰،۰۰۰ وواښت


د سیند په حیدر اباد کې د کورونا وایرس لپاره د ښځې معاینه کېږي
د سیند په حیدر اباد کې د کورونا وایرس لپاره د ښځې معاینه کېږي

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو رسمي پېښو شمېر تر ۲۸۴،۱۲۰ رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست تر نهمې په هغه هېواد کې له ناروغۍ د مړو شمېر ۶،۰۸۲ او د رغېدلو شمېر ۲۶۰،۲۴۸ دی.

په عین وخت کې د بلوچستان حکومت د اګست پر اتمه په صوبه کې د وایرس مخنیوي په موخه د محدودیتونو ختمولو اعلان کړی او کاروبارونو ته یې د وخت له پابندۍ پرته د کار کولو اجازه ورکړې.

د کورنیو چارو صوبايي وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د هرې څانګې پر دوکانونو، کاروبارونو او مارکېټونو محدودیتونه ختموي.

تر دې مخکې حکومت په رستورانونو او چایخانو کې دننه د خلکو پر ناسته او خوراک څښاک بندیز لګولی وو، هوټلونه یې تړلي ول او بازارونو ته یې تر ماخوستن وروسته د کار اجازه نه ورکوله.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پلانونو وفاقي وزیر اسد عمر د اګست پر شپږمه په اسلام اباد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د قامي کمانډ مرکز تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې سیلانۍ سیمې د اګست له اتمې، رستورانونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې د اګست له ۱۰مې او تعلیمي ادارې د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانیزي.

د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو ټولو کاروباریانو ته ویلي چې احتیاطي لارښوونې عملي کړي.

حکومت ټولو کاروباریانو ته ویلي چې احتیاطي لارښوونې عملي کړي.
حکومت ټولو کاروباریانو ته ویلي چې احتیاطي لارښوونې عملي کړي.

د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ.

وروسته حکومت په مې کې ځینې کاروبارونه بیا پرانیستل خو رستورانونه، هوټلونه او سیلانۍ سیمې یې تړلې پرېښودې.

په عین وخت کې پاکستان ویلي چې د اګست له نهمې ټول نړیوال پروازونه بحالوي.

په هغه هېواد کې د اګست پر شپږمه کورني پروازونه بیا بحال شوي ول.

حکومت دا اقدامات تر هغې وروسته کړي چې په جولای کې د کورونا وایرس ورځنیو پېښو شمېر په کمېدو وو.

په اګست کې هم دا شمېر په ټيټېدو دی او د اګست پر نهمه پر ووبپاڼه د تېرو ۲۴ ساعتونو مثبتو پېښو شمېر ۶۳۴ دی.

خو په جون کې په هر ۲۴ ساعتونو کې اوسطاً ۲،۰۰۰ پېښې ثبتېدې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG