د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نړيوال پروازونه بحال کړل


د پاکستان يوه الوتکه
د پاکستان يوه الوتکه

پاکستان اعلان کړی چې سر له نن (د اګست نهمې) څخه په بشپړ ډول نړيوال پروازونه بحالوي. دا پروازونه د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې د مارچ په مياشت کې ځنډيدلي وو.

د پاکستان سيول ايويشن اتارټي يا د ملکي هوابازۍ ادارې د اګست په اتمه په يو بيان کې وويل چې اوس سفرونه کېدلی شي. حکومت د دې تر څنګ د ځينو کاروبارونو د پرانیستلو اعلان هم کړی دی او ويلي یې دي که د کورونا وایرس د خپرېدو ویره کمه وه د سپتمبر په پينځلسمه به ښوونځي هم پرانيزي.

د اګست په شپږمه په پاکستان کې داخلي‌پروازونه پېل شوي وو. حکومت نړيوال پروازونه تر هغې وروسته پيل کړي چې د اګست په اتمه چارواکو وويل چې له کورونا وایرسه په تېر شواروز کې ۱۴ کسان مړه شوي دي. دا تر نورو وختونو کم دي.

د اګست تر نهمې سهار پورې په ټول ملک کې د کورونا وایرس وهلو شمېر دوه لکه درې اتيا زره، اوه سوه اوه اتيا دي. د دې وایرس په اړه شمېرې ساتونکي حکومتي ویبسايټ ليکلي چې شپږ اویا زره کسان له دې وایرس مړه شوي خو دوه لکه، نهه پنځوس زره او شپږ سوه څلور ترې روغ شوي دي.

چارواکو ويلي چې د پروازونو تر بحالېدو وروسته به مسافر او د الوتکو عمله احتياطي تدابیر له پامه نه غورځوي. په دې کې د ماسکونو اغوستل، لاسونه په بيا بيا په صابن مينځل او له يوه بله فاصله ساتل ضروري دي.

د نړيوالو پروازونو د پيل سره سم، د هوابازۍ وزیر اعلان کړی چې د يورپي يونين سره به د پاکستاني الوتکو د بنديز په اړه خبرې کوي. غلام سرور خان د اګست په اتمه په پينډۍ کې وويل چې ډېر ژر به اروپا ته د پاکستاني الوتکو پروازونه پيل شي.

د يورپ د هوايي خونديتوب ادارې د جولای له يوویشتمې څخه د شپږو مياشتو لپاره له دې امله د پاکستان هوايي کرښې يا پي آيي اې پروازونه بند کړل چې د پيلوټانو پر لایسنسونو شک وشو. تر دا مهاله امريکا ته هم د پاکستاني الوتکو پر ورتګ بنديز دی.

غلام سرور خان په پينډۍ کې د اګست په نهمه خبريالانو ته ويلي چې دوی ۲۸ پيلوټان د جعلي لایسنسونو درلودو له امله له کاره ویستلي، د ۱۹۱ د کار اجازت نامه يې ځنډولي او ۲۱۹ يې له پروازونو کولو منع کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG