د لاسرسي ځای

تازه خبر

کووېډ-۱۹ وبا: پاکستان رستورانونه او سیلانۍ سیمې بیا پرانیزي


حکومت وايي سیلانۍ سیمې د اګست له اتمې بیا پرانیزي
حکومت وايي سیلانۍ سیمې د اګست له اتمې بیا پرانیزي

د پاکستان د پلانونو وفاقي وزیر اسد عمر له روانې اګست میاشت څخه په ټول هېواد کې د رستورانونو، هوټلونو، سیلانیو سیمو او نورو کاروبارونو د بیاپرانیستو اعلان کړی.

د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ.

وروسته حکومت په مې کې ځینې کاروبارونه بیا پرانیستل خو رستورانونه، هوټلونه او سیلانۍ سیمې یې تړلې پرېښودې.

رستورانونو یوازې په وره کې خواړه خرڅولای شول او خلکو ورڅخه کورونو ته هم ډوډۍ غوښتای شوه.

په عین حال کې حکومت ویلي، په پاکستان کې به ټولې تعلیمي ادارې د سېپټېمبر تر ۱۴مې تړلې وي.

اسد عمر د اګست پر شپږمه په اسلام اباد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د قامي کمانډ مرکز تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې سیلانۍ سیمې د اګست له اتمې، رستورانونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې د اګست له ۱۰مې او تعلیمي ادارې د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانیزي.

ده وویل، ټولو کاروباري مرکزونو او تعلیمي ادارو ته یې د کورونا وایرس مخنیوي د لارښوونو عملي کولو ویلي دي.

د پاکستان حکومت وايي، دا اقدام یې په هېواد کې د کورونا وایرس پېښو کمېدو ته په کتو کړی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست تر اوومې په پاکستان کې د کورونا وایرس د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۸۲،۶۴۵ ته رسېدلی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۷۸۲ پېښې ثبت شوې وې.

په هغه هېواد کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۲۵۸،۰۹۹ کسان جوړ شوي خو ۶،۰۵۲ یې وژلي دي.

په پاکستان کې په جولای کې، د جون پرتله د ورځنیو ثبت رسمي پېښو شمېر کم شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG