د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې به بریالۍ شي؟


له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې به بریالۍ شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:32 0:00

په داسې حال کې چې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمینځ د سولې لپاره هلې ځلې روانې دي. راپورونه وايي، د پاکستان له غاړې ځینو قبایلي مشرانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره کتلي دی. دغو مشرانو هڅه کړې، د تحریک طالبان پاکستان مشران اوربند ته اماده کړي خو هغوی د خپلو شرطونو له پوره کېدو پرته له هر ډول اوربنده انکار کړی دی. ټي ټي پي، تر دې وړاندې هم د اوربند لپاره د نورو شرطونو ترڅنګ دا وړاندیز هم کړی و چې د هغوی له سلو زیات مهم ملګري او مشران به د پاکستان حکومت له بنده خوشې کوي. شنونکي وايي، د پاکستان حکومت ګڼي چې د تحریک طالبان پاکستان شرطونه مشکل دي او پوره کول یې دومره اسانه خبره نه ده. په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم ویلي وو چې له تحریک طالبان پاکستان سره سوله ځکه ممکنه نه شوه چې هغوی ډېر سخت او د نه منلو وړ شرطونه وړاندې کول. دا موضوع داوود خټک په خپل راپور کې څېړلې ده.

XS
SM
MD
LG