د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پولینډ د توغندي لګېدو تر پېښې وروسته د ناټو بیړنۍ غونډه روانه ده


د نومبر پر ۱۵مه توغندی د اوکراین پولې ته نېږدې په پولینډي کلي کې پرېوت.
د نومبر پر ۱۵مه توغندی د اوکراین پولې ته نېږدې په پولینډي کلي کې پرېوت.

د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو سفیران تر هغې وروسته په برسلز کې بیړنۍ غونډې ته ورغونډ شوي دي چې پولینډ د نومبر پر ۱۵مه وویل چې د توغندي لګېدو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.

وارسا وايي، هغه توغندی د روسي ساخت وو. د نومبر ۱۶مې غونډه د غړي هېواد پولیڼد په غوښتنه وربلل شوې چې مشري یې د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ کوي.

پولینډۍ رسنۍ وايي، توغندی د هېواد په ختیځ کې د اوکراین له سرحده شاوخوا شپږ کېلومیټره لیرې پر یوه کلي لګېدلی دی.

امریکايي ولسمشر او غربي هېوادونو د پېښې د پلټنو لپاره د پوره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

اوکراین د توغندي ورولو تور پر روسیې پورې کړی خو مسکو دا خبره رد کړې چې ګواکې توغندي یې د پولینډ پر خاوره پرېوتي او ویلي یې دي چې دا ډول راپورونه "د وضعیت د لا خرابولو لپاره په لوی لاس" د "پارونې" معنا لري.

هغې پېښې پر نړیوال کچ دا اندېښنې زېږولې دي چې د اوکراین جګړه تر ګاونډیو هېوادونو غځېدای شي.

خو په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د نومبر پر ۱۶مه د ناټو د یوې سرچېنې په حواله ویلي دي چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) او د ناټو متحدانو ته ویلي دي چې د پولینډ په ختیځ کې د توغندي چاودنې پېښه د اوکراین د توغندیو دفاعي نظام له وجې شوې ده.

بایډن تر دې مخکې ویلي ول چې ناشونې ده چې پر پولینډ لګېدلی توغندی روسیې ویشتلی وي.

نوموړي دا خبره د نومبر پر ۱۶مه د هغو معلوماتو پر اساس کړې ده چې پکې د توغندیو د ویشتنې سمت او زاویه په پام کې نیول شوې ده.

بایډن دانډونیشیا په بالي کې د ۲۰ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي ۲۰) سرمشریزې په څنډه کې د غربي متحدانو یوې بیړنۍ غونډې ته وویل چې د پېښې په اړه د پولینډ مرستې ته ژمن دی.

په پولینډ کې د توغندي د پرېوتو پېښه پر داسې مهال شوې ده چې روسیې د اکتوبر له میاشتې راهیسې د اوکراین پر ګڼو برخو د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی دی چې د کییف په وینا پکې د انرژۍ بېخبنا او نظام ته لوی زیان اوښتی چې له کبله یې مېلیونونه خلک له برېښنا بې برخې شوي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG