د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې روسیه ښايي د انرژۍ پر مرکزونو نورې حملې وکړي


د اکتوبر پر ۲۴مه د روسیې تر بریدونو وروسته پر کییف ښار برېښنا قطع شوې وه.
د اکتوبر پر ۲۴مه د روسیې تر بریدونو وروسته پر کییف ښار برېښنا قطع شوې وه.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی دی چې ښايي روسي ځواکونه د هېواد د انرژۍ پر بېخبنا او جوړښتونو نوې حملې وکړي.

نوموړي د نومبر پر شپږمه په خپله شپنۍ وینا کې ولس ته لارښوونه وکړه چې په پلازمېنې کییف کې بجلي قطع شوه نو په لنډمهالي ډول دې کورونه پرېږدي.

روسیو ځواکونو تېره میاشت د اوکراین د انرژۍ پر بېخبنا (انفراسټرکچر) بریدونه وکړل چې له وجې یې شاوخوا څلور نیم مېلیونه خلک له برېښنا او اوبو بې برخې شول.

روسیې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او په ختیځ کې یې یوشمېر سیمې لاندې کړې دي.

په همدې حال کې د اروپايي کمېشن مشر اورسولا فن دېر لېین وړاندیز کړی دی چې اروپايي ټولنه دې راتلونکی کال اوکراین ته څه باندې ۱۷ اربه امریکايي ډالره نوره مرسته ورکړي.

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې فن دېر لېین په دې اړه د نومبر پر شپږمه له اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

اروپايي ټولنې او امریکا په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې له هغه هېواد سره د اربونو ډالرو پوځي او ملکي مرسته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG