د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي روسیې د بېخبنا او د برېښنا پر نظام ډرون بریدونه کړي دي


په کییف کې یوه ښځه د برېښنا تر قطع کېدو وروسته په خپل موټر کې ناسته ده - د نومبر درېیمې انځور.
په کییف کې یوه ښځه د برېښنا تر قطع کېدو وروسته په خپل موټر کې ناسته ده - د نومبر درېیمې انځور.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د هغه هېواد په جنوب ختیځ کې پر بېخبنا (انفراسټرکچر) او ملکي اهدافو ډرون بریدونه کړي دي.

چارواکي وايي، د نومبر پر څلورمه په بریدونو کې داسې بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دي چې پر اهدافو ورغورځي او خپله هم تباه کېږي.

دوی وايي، د همدې بریدونو له وجې ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي روسیه د "د انرژۍ پر ترهګرۍ" تورنه کړې ده.

د دنیپروپېتروفسک سیمې والي والنتین رېزنیچېنکو ویلي دي چې د ډرون بریدونو له وجې د برېښنا لېږد نظام ته خورا زیات تاوان رسېدلی دی او په مېلیونونو اوکراینیان له بجلۍ بې برخې دي.

ده وویل، اوکرایني پوځ په نېکوپول ولسوالۍ کې اته شهید-۱۳۶ ډوله بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

رېزنیچېنکو وویل، روسیو ځواکونو په هغه ولسوالۍ کې پر څلورو ابادیو د راکټونو او توپونو بریدونه وکړل چې پکې د ګیسو نللیکې او د برېښنا تارونه زیانمن شول او استوګنځایونه ړنګ شول.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د نومبر پر درېیمه شپې مهال په خپله ویډیويي وینا کې وویل، د اوکراین ۱۰ فیصده ابادي چې څلور نیم مېلیونه کسان جوړېږي، په لنډمهالي ډول له برېښنا بې برخې شوي دي. ده دا اټکل تر جګړې مخکې په سیمو کې د ابادۍ پر اساس کړی دی. په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته لکونه خلک بې کوره او کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG