د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال شي جېنپېنګ سره لیدلي دي


دواړو مشرانو د نومبر پر ۱۴مه په بالي کې د جي ۲۰ تر سرمشریزې یوه ورځ مخکې ولیدل

د امریکا او چین ولسمشرانو په انډونیشیا کې د ۲۰ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي ۲۰) تر سرمشریزې مخکې لیدلي دي.

جو بایډن او شي جېنپېنګ د نومبر پر ۱۴مه په بالي کې د غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې په داسې حال کې لیدلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ تعلقات د بل هر وخت پرتله ساړه دي.

بیجنګ او واشنګټن له تایوانه واخلې تر سوداګرۍ پورې پر یوشمېر موضوعاتو اختلافات لري.

دا په واک کې تر راتګ وروسته د بایډن او شي ترمینځ لومړۍ مخامخ لیدنه وه.

امکان دی چې د بالي پر سرمشریزه پر اوکراین د روسیې د یرغل سیوری غوړېدلی وي.

XS
SM
MD
LG