د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان ته د وزيراعلی تګ او د خلکو مظاهره


شمالي وزيرستان ته د ننوتلو دروازه
شمالي وزيرستان ته د ننوتلو دروازه

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د شمالي وزیرستان ميرامشاه سفر کړی او هلته یې د پرمختيايي پروژو اعلانونه کړي دي. خو په همدغه ورځ د سيمې خلکو يوه احتجاجي مظاهره کړې او غوښتنه يې کړي چې اول دې د دوی بې کوره کړل شوي خلک خپلو علاقو ته ستانه کړل شي.

وزيراعلا محمود خان د مارچ په نهمه جلسې ته په وېنا کې په شمالي وزیرستان کې د موبايل نيټورک او انټرنيټ سروس پرانسته وکړه او د ميرعلي ــ شوا سړک جوړولو اعلان يې وکړ. خو په همدې حال کې ځايي خلک وايي نه خو ورته د انټرنيټ تري جي او فور جي فعاله شوي او نه هم د موبايل ټيليفونونو سيسټم جوړ دی. دوی غوښتنه کړې چې حکومت دې ژر تر ژره خپلې وعدې عملي کړي.

د وزيراعلا د سفر په مهال په ميرامشاه مارکيټ کې يوه احتجاجي مظاهره هم وشوه او خلکو غوښتنه وکړه چې د دوي بنيادي بشري غوښتنو ته دې پاملرنه وشي.

له شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلي غړي او پښتون ژغورې غورځنګ يو مشر محسن داوړ چې په مظاهره کې شامل وو، د مارچ په لسمه مشال راډيو ته وويل چې د دوی لاريون د وزیراعلا پرضد نه وو بلکې د خپلو حقونو لپاره راغونډ شوي وو. هغه زياته کړه چې په ايوان کې به هم په دې اړه اواز پورته کوي.

په شمالي وزيرستان کې د کلونو راهيسې روانو جګړو او پوځي عملياتو سړکونو، سکولونو، هسپتالونو او داسې نورو د عامه ګټو ځايونو ته سخت زيانونه اړولي دي. حکومت دلته د ترقياتي کارونو د کولو ادعاوې کړې دي خو ځايي خلک ترې مطميينه نه دي.

محسن داوړ وویل چې قبايلي ضلعو لپاره بېلې شوې پېسې بايد د خلکو په خوښه په هغو ضروري شيانو ولګېږي چې خلک یې له مودو راهيسې غوښتنه کوي. په دې کې د هسپتالونو، سړکونو او تعليمي ادارو جوړېدل شامل دي. بلخوا چارواکي وايي د دوی د لس کلن پلان مطابق به قبايلي ضلعو کې پرمختيايي کارونه په تدريجي ډول کېږي.

XS
SM
MD
LG