د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت دې د زڼغوزیو ټولولو لپاره سیمې ته د تلو اجازه راکړي"


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د شمالي وزیرستان یو شمېر قبيلو د اګست پر ۲۰مه د میرانشاه پریس کلب مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د زڼغوزو (جلغوزو) د حاصل ټولولو لپاره دې ورته خپلو سیمو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

دا هغه قبيلې دي چې د جنګونو له وجې نورو سیمو ته کډه شوي او حکومت ورته تر دې مهاله خپلو سیمو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې. په دغو قامونو کې سيدګي مداخېل، پېپلي کبلخېل، بکاخېل او ځینې نور شامل دي.

د شمالي وزیرستان په غرونو کې د زڼغوزو ځنګلونه دي چې د سیمې خلک پکې خپله برخه لري او د جنګونو له وجې بنو او نورو سیمو ته کډه شوي وزیرستانیان هر کال له حکومته غوښتنه کوي چې ورته دې اجازه ورکړي چې خپلو سیمو ته لاړ شي او حاصل راټول کړي.

د دته خېلو يو مشر احمد غلام د اګست پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل، که غوښتنې يې ونه منل شوې نو پرلت به پېل کړي.دوی وايي چې د دغو زڼغوزو له خرڅولو، هرې يوې کورنۍ ته له يو لک نه نیولې تر درې لکو پورې روپۍ رسېږي.

بلخوا د شمالي وزيرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان د اګست پر ۲۰مه، مشال راډيو ته وويل چې د يادو قبيلو د مشرانو نوم ليکنه يې پېل کړې او په ورځ ــ دوه کې به ورته اجازه ورکړي چې د زڼغوزو کتلو لپاره خپلو سيمو ته لاړ شي.

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴م کال د ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله څه باندې ۱۰ لکه خلک بې کوره شوي ول چې ډېری يې خپلو سيمو ته ستانه شوي خو یو شمېر یې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG