د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو او سېلابونو پکتيا کې د شاتو مچيو کاروبار خراب کړی دی


یو کس د شاتو مچیو صندوق ښيي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.
یو کس د شاتو مچیو صندوق ښيي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.

د افغانستان په پکتیا کې د شاتو مچۍ لرونکي وايي د روانو ورښتونو او سېلابونو له امله په دښتو، باغونو او چمنونو کې د ګلانو بوټي له منځه تللي چې له امله يې مچۍ له لوږې سره مخامخې شوي او د شاتو پر حاصلاتو يې منفي اغېز کړی دی.

د شاتو مچۍ لرونکي راز محمد د سېپټېمبر پر درېيمه مشال راډیو ته وويل چې سېلابونو يې د مچیو یو شمېر صندوقونه وړي دي او نورې مچۍ هم د کمېدو په حال کې دي. "سېلاب او افت راغی. په دې مچیو له غرو اوبه راغلې. ۳۰ صندوقه يې یوړل. ګل د مچیو خوراک دی چې اوس ورته نه رسېږي. مچۍ مرګ حال دي. دوی ته اوس اووه یا اته بوجۍ بوره په کار ده چې په بارانونو کې خپل بچي وساتي او وخت تېر کړي."

په افغانستان کې د جولای له میاشتې راهیسې د بارانونو او سېلابونو سلسله روان ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو تېره اوونۍ په کابل کې د نړيوالو ادارو او هېوادونو له استازو سره د مرستو د پيدا کولو په يوه غونډه کې وويل چې د زرګونو کورونو پر ورانېدو برسېره لسګونه زره جريبه ځمکه او باغونه هم خراب شوي دي. دوی وويل چې د شوي زیان پوره کولو لپاره ۳۲۲ مېليونه ډالرو ته ضرورت لري.

بارانونو د ځينو نورو کاروباريانو تر څنګ د شاتو مچیو لرونکي هم پرېشانه کړي دي. محمد ایوب چې په پکتيا کې ۲۵۰ صندوقه مچۍ لري وايي، نور کالونه به يې تر دې وخته دوه ځلې شات اخیستل، خو د بارانونو له وجې يې نه یوازې هېڅ ګبینې نه دی ټول کړی بلکې مچۍ يې هم وږې دي. "نه شات په لاس راغلل او نه هم دومره پيسې شته چې د مچیو لپاره پرې خوراک برابر کړو. د مچيو د خوراک نه شتون يو بېل تاوان دی."

د شاتو ځينو افغان کاروباريانو به خپلې مچۍ په مني کې پاکستان ته لېږدولې او په ګرمۍ کې به یې په افغانستان کې ساتلې. خو اوس دواړه غاړو ته سېلابونه او په تګ راتګ کې د ویزو ستونزې دي چې له وجې یې دا چاره درېدلې ده.

د شاتو مچیو لرونکي وايي، د سېلابونو له وجې مچۍ له لوږې سره مخامخ دي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.
د شاتو مچیو لرونکي وايي، د سېلابونو له وجې مچۍ له لوږې سره مخامخ دي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.

مچۍ لرونکی محمد یعقوب له مشال راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د تګ راتګ ستونزه دې هواره کړي چې د شاتو د خرڅلاو کاروبار یې روان شي. "په لارو کې موږ ته ډېرې ستونزې دي ځکه دا خو موږ په مني کې پاکستان ته وړو او په اوړي کې يې دلته راوړو. اوس که شات کوي هم نو موږ ورته بازار نه لرو."

په پکتيا کې د طالبانو د حکومت چارواکي دا مني چې سېلابونو د کر ځمکې او هغه قدرتي ټوکېدلي ګلان خراب کړي چې مچۍ یې خوري او بیا شات کوي.

د کرنې ریاست د مالدارۍ برخې امر کبیر اسلمي د سېپټېمبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې د مچیو د خوړو شاوخوا ۷۰ فیصده سرچينې ختمې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې کوښښ کوي چې د مچیو د کاروبار کوونکو لپاره مرستې پيدا کړي او لاسنیوی یې وکړي.

XS
SM
MD
LG