د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: بریدونو او نښتو کې ۲ پولیسان او ۴ مشکوک وسله وال وژل شوي


چارواکي وايي، په کواټ، خیبر او سوات کې په بریدونو او نښتو کې پولیسانو او وسله والو ته مرګژوبله اوښتې - پخوانی انځور.
چارواکي وايي، په کواټ، خیبر او سوات کې په بریدونو او نښتو کې پولیسانو او وسله والو ته مرګژوبله اوښتې - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په څلورو ضلعو کې په جلا، جلا بریدونو او نښتو کې دوه پولیسان او څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د کواټ ضلعې د پولیسو ویاند فضل نعیم د سېپټېمبر پر ۲۲مه شپې مهال په بیان کې ویلي دي چې وسله والو په ګمبټ کې پر پولیس سرتېري سیف الله برید وکړ او هغه یې وواژه.

بیان وايي، نوموړی له کاره کور ته روان وو چې وسله والو وویشت.

پولیس داراز وايي، د سېپټېمبر پر ۲۲مه "نامعلومه وسله والو" په کواټ کې د تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړي شهریار اپرېدي پر کور د لاسي بم برید کړی دی چې پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.

پولیسو په دویم بیان کې ويلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د دواړو حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د کواټ په بلي ټنګ سیمه کې وسله والو پر تاڼې د لاسي بم برید وکړ چې پکې درې پولیسان ژوبل شول.

د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

د خیبر پښتونخوا په بله جنوبي ضلع لکي مروت کې د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د لکي مروت د پولیسو مشر ضیا الدین د سېپټېمبپر ۲۳مه رسنیو ته ویلي دي چې پولیسو او امنیتي ځواکونو پر پنجشنبه (زیارت) شپې مهال د تنګې درې (دره تنګ) په غرونو کې عملیات وکړل چې پکې دوه مشکوک وسله وال ووژل شول او دا چې عملیات روان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د عملیاتو پر مهال یې وسلې او بارود هم ترلاسه کړې دي خو دا یې و نه ویل چې کارروايي یې د کومې ډلې پرضد کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې دوه ورځې مخکې وسله والو په تنګې درې کې د کسټم (ګمرک) کارکوونکو پر پوسته برید کړی وو چې پکې چا ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

په همدې حال کې په جمرود کې د وسله والو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی او په ځوابي ډزو کې یو مشکوک وسله وال هم وژل شوی دی.

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې وسله والو د پنجشنبې (زیارت) شپې مهال د جمرود په نوې ابادۍ کې د پولیسو د ګزمې یا ګشت پر مهال برید وکړ چې پکې سرتېری محسن اپرېدی ووژل شو.

د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو د خیبر ضلعې د پولیسو مشر محمد عمران رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

نوموړي ویلي، د خیبر په ورمنډو مېنه کې یې د هغه وسله وال مړی موندلی دی چې د پولیسو د کارروايۍ پر مهال وژل شوی وو.

عمران زیاتوي چې پولیسو د وسله وال له مړي سره یوه تفنګچه (تمانچه) او یو لاسي بم موندلی دی او دا چې هغه د خیبر اوسېدونکی وو.

اخوا په سوات کې پولیسو په یوه نښته کې د یوه مشکوک وسله وال د وژنې دعوه کړې.

د پولیسو یوه مشر ارشد خان د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، وژل شوی وسله وال عادلزېب نومېده چې د منګلور اوسېدونکی وو او په هم هغه سیمه کې وژل شوی دی.

نوموړي په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو زیاتوي چې د سېپټېمبر ۲۲مې شپې مهال د پولیسو او وسله والو ترمینځ نښتې تر نیم ساعت پورې دوام وکړ.

ځايي اوسېدونکي وايي، وسله والو د منګلور پر تاڼې حمله وکړه چې له وجې یې نښته پیل شوه.

پر تاڼې د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

دا پېښې پر داسې وخت شوې دي چې په تېرو دوو مياشتو کې په باجوړ، خیبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان، کوز دير او سوات کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په جولای کې د مظاهرو او جرګو له پیلېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې هېچا ته عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي او پولیس د وسله والو پر وړاندې اقداماتو ته دوام ورکوي.

داراز، د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي.

XS
SM
MD
LG