د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ۱۰ مشکوک وسله وال او ۱ ځايي تن وژل شوی


د پاکستان پوځ یو افسر په شمالي وزیرستان کې خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ یو افسر په شمالي وزیرستان کې خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په دوه جلا جلا پېښو کې یې ۱۰ وسله وال وژلي دي. بلخوا د شمالي وزیرستان میرلي په عیدک سیمه کې وسله والو یو ځايي تن ویشتلی دی.

په میرامشا کې یو امنیتي چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، د جولای پر ۱۳ مه یې په دته خېلو کې له وسله والو سره نښته وشوه چې پکې څلور وسله وال ووژل شول.

هغه چارواکي د جولای ۱۳مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، هغه وسله وال د حافظ ګل بهادر ډلې غړي دي چې د ده په وينا، پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس لري.

چارواکي همداراز وویل چې تر پېښې وروسته یې د دته خېلو په ډوګه مچه سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال "شپږ نور وسله وال هم وژلي" دي.

امنیتي چارواکو د وژل شویو ۱۰ مشکوکو وسله والو جسدونه میرامشا ته وړي او تصویرونه یې له رسنیو سره شریک کړي دي.

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د چارواکو د دې ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

بلخوا د شمالي وزیرستان میرلي په عیدک سیمه کې د جولای پر ۱۳مه وسله والو یو ځايي تن مرتضا خان په ډزو وژلی دی. نوموړی هلته په شويو وروستیو بلدیاتو انتخاباتو کې کونسلر منتخب شوی وو.

پولیسو د "نامعلومو وسله والو" پر ضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي. له دې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی. په هغه ضلع کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري.

ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي خو امنیتي چارواکي وايي چې د وسله والو بريدونو د مخنیوي لپاره يې ځانګړي عمليات روان کړې دي.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو او په ځانګړې ډول په قبايلي ضلعو کې وسله وال بریدونه زيات شوي دی. د جولای پر اوومه په مردان، خيبر او شمالي وزیرستان کې حملې شوې وې چې درې کسان پکې وژل شوي او اته نور پکې ژوبل شوي ول.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي. وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وې چې په ترڅ کې یې د مذاکراتو د تېر دور پر مهال هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

خو پر دې سربېره، په خيبر پښتونخوا کې وسله وال بريدونه نه دې درېدلي. په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG