د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوې اته کلنې ماشومې د وژلو پرضد پر ټل-پېښور سړک لاریون


د خیبر پښتونخوا هنګو په درسمندو کې په اتوار/یکشنبه لسګونو کسانو د یوڅه ساعت لپاره د ټل - پېښور لویه لاره وتړله او احتجاج یې وکړ. دوی د یوې اته کلنې ماشومې مدیحې په مرموز ډول د وژنې او ممکنه جنسي تېري خلاف راوتلي ول.

د پولیسو یو ځايي مشر شوکت علي شاه وايي، د ماشومې مدیحې د قتل په شک کې یې ځینې مشکوک کسان نیولي چې ترې پلټنې کوي.

د ماشومې د کورنۍ یو غړي ګل رحمان مشال راډیو ته وویل، مدیحه د شنبې/هفتې په ماښام ورکه شوې وه چې مړی یې د اتوار په سهار په یوه نږدې ځنګل کې وموندل شو. نوموړی وايي، په چا شک نه لري او نه پوهېږي دا پېښه ولې او څنګه رامنځ ته شوه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


تر دې وړاندې د فبرورۍ په نهمه د نوښار په ازاخېلو او د جنورۍ په ۲۰مه په کاکا صیب کې پر ماشومانو د جنسي تېریو پېښې مخې ته راغلې وې.


د پاکستان قامي اسمبلۍ، د فبرورۍ پر اوومه له ماشومانو سره د جنسي تېريو وروسته په وژنو کې ککړو کسانو ته په ډاګه د زندۍ ورکولو قرارداد منظوري ورکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG