د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليس: خيبر پښتونخوا کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې زیاتې شوې


پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښو د مخنيوي او عاملينو ته يې د سزا ورکولو لپاره احتجاجونه هم شوي ــ انځور له ارشيفه
پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښو د مخنيوي او عاملينو ته يې د سزا ورکولو لپاره احتجاجونه هم شوي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا پولیسو په يو تازه راپور کې ويلي چې په هغه صوبه کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې زیاتې شوې دي.

پولیسو د جون پر ۲۹مه په راپور کې ويلي چې په ۲۰۱۹ز کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۱۸۵، په ۲۰۲۰ز کال کې ۳۲۳ او په ۲۰۲۱ز کال کې ۳۵۰ پېښې ثبت شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې مشر اعجاز محمد خان د جون پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل، هڅه کوي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره نورې څانګې هم پرانيزي.

نوموړی زياتوي چې دا وخت د صوبې په ۱۲ ضلعو کې د ماشومانو د خونديتوب څانګې جوړې شوې او اراده لري چې په قبايلي سيمو کې هم دا ډول څانګې جوړې کړې. "زموږ مقصد دا دی چې د بېلابېلو ادارو ترمينځ همږغي زیاته شي. دا کار د دې لپاره ضروري دی چې که پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې کېږي، نو هغه ژر رېکارډ او حل شي."

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د روان کال په مې مياشت کې د ماشومانو د جنسي ځورونو د مخنيوي لپاره په جوړ قانون کې بدلون کړی او سزاګانې یې سختې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG