د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې پر يوې ماشومې د جنسي تېري په تور يو کس نیول شوی


د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په بېلابېلو وختونو کې د جنسي زور زیاتې پېښې راپور شوې. دا تصویر په لاهور کې د يوې مظاهرې دي
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په بېلابېلو وختونو کې د جنسي زور زیاتې پېښې راپور شوې. دا تصویر په لاهور کې د يوې مظاهرې دي

د خیبرپښتونخوا د سوات پوليس وايي له یوې شپږ کلنې ماشومې سره د جنسي تېري په تور یې یو تن نیولی دی.

د سوات رحيم اباد تاڼې محرر لياقت علي د اپریل پر ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل چې تېره ورځ په رحيم اباد کې پوليسو د متاثره شوې ماشومې د خپلوانو په وینا د یو ۱۶ کلن هلک پر ضد مقدمه درج کړه او هغه یې ونیوه.

چارواکي وايي د تشدد ښکار شوې، ماشومې درملنه روانه ده. تر دې مخکې هم د سوات په ګډون د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د جنسي تېریو پېښې شوې دي.

د ماشومانو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې ګروپ ډیویلپمنټ پاکستان یو چارواکي عمران ټکر په دې ورستیو کې مشال رېډیو ته ویلي ول چې په خیبرپشتونخوا کې په ۲۰۲۰ز کال کې په ماشومانو د جنسي تيري ۳۲۳ او ۲۰۱۹ز کال کې ۱۸۵ پېښې رپورټ شوي دي.

بلخوا د روان کال په مارچ کې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته د ماشومانو د خونديتوب ترميمي بل د منظورۍ لپاره وړاندې شوی وو. د ماشومانو د تحفظ ترميمي بل ۲۰۱۰ کې ويل شوي، پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو او د هغوی غیر اخلاقي ويډيوګانو جوړونکو ته دې د مرګ يا د عمر قېد او تر ۵۰ لکو روپو پورې د جرمانې سزاګانې ورکړل شي.

دغسې په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې ساحل په خپل وروستي رپورټ کې ویلي چې له دوی سره په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې د ماشومانو د جنسي ځورونو ۲۹۶۰ پېښې ثبت شوې دي چې پکې ۷۸۷ د جنسي تېریو هغه دي.

د ادارې په خبره، له ثبت شوو شمیرو څرګنده شوې چې په ۲۰۲۰ کال کې په پاکستان کې هره ورځ اته ماشومان د جنسي ځورونو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG