د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو خوندیتوب مرکزونه بیا فعالېږي


په پېښور کې ماشومان له ډېرانونو کباړ ټولوي
په پېښور کې ماشومان له ډېرانونو کباړ ټولوي

په خیبرپښتونخوا کې د اپوزیشن ګوندونه وايي، په صوبه کې د تشدد پېښو ته په کتو سره باید حکومت ژر تر ژره د ماشومانو د خوندیتوب مرکزونه فعاله کړي.

دوی دا خبره په داسې مهال کړې چې د جولای پر ۲۴مه په صوبايي اسمبلۍ کې د بحث پر مهال حکومت اپوزیشن ته د ماشومانو د خوندیتوب د مرکزونو د فعالولو باور ورکړ.

د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ځانګړې کمیټۍ غړي سردار حسین بابک د جولای پر ۲۵مه وویل، د تحریک انصاف په مشرۍ کې موجوده حکومت له ماشومانو سره د جنسي تېریو په ګډون د تشدد له نورو پیښو هم خبر دی خو د هغې باوجود د مخنیوي لپاره یې سم ګامونه نه پورته کوي:

"د دوی د اسمبلۍ عمل او د حکومتداری طریقه کار ډېر عجیبه دی. د ماشومانو د خوندیتوب مرکزونه زموږ د حکومت پر وخت کې جوړ شوي وو خو دوی پرې مالي مرستې بندې کړې او بیا یې هغه مرکزونه وتړل."

د متحده مجلس عمل او د ماشومانو د خوندیتوب د کمېټۍ یو بل غړی عنایت الله خان وايي چې په صوبه کې د ماشومانو د تحفظ لپاره قوانین موجود دي او د هغې په ترڅ کې باید د ماشومانو خوندیتوب مرکزونه فعاله وي.

"حکومت په دې کې دلچسپي ځکه نه لري چې د اسمبلۍ (چایلډ پروټیکشن کمیټۍ) ډېر ژر خپل وړاندیزونه جوړ کړي وو او حکومت له پکار وو چې د هغې په بنیاد یې قانون سازي کړی وای. په خیبرپښتونخوا کې لا له وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب قوانین شته خو باید هغه په سمه توګه عملي شوي وای."

د ماشومانو د خوندیتوب ۱۲ مرکزونه په ۲۰۱۱م کال کې د عوامي نیشنل ګوند د حکومت پر مهال جوړ شوي وو خو په ۲۰۱۹ کال کې بیا دا مرکزونه بیرته وتړل شول.

د پاکستانيو رسنیو ترمخه، په اسمبلۍ کې د جولای په ۲۴مه د بحث پر مهال د ټولنیزې خیر ښیګړې وزیر هشام انعام الله هم دا خبره ومنله چې د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې د مرستو د بندولو او د عملې او کارکونکو د کمي له وجې دا مرکزونه تړل شوي دي.

د ماشومانو د حقونو مبارز او د (ګروپ ډیولپمنټ پروګرام) یو مشر عمران ټکر بیا وايي چې دمختلفو ادارو د رپورټونو له مخې په پاکستان کې هره ورځ له اتو تر ۱۱ ماشومانو سره د جنسي تيریو پيښې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، دغسې د ماشومانو د تښتونې، پر هغو په زوره د مزدروۍ کولو او د ناوړه کارونو لپاره د کارولو پېښې هم رپوټ کېږي نو باید حکومت د چایلډ پروټیکشن یونټونو فعالولو سره د ماشومانو خوندیتوب یقیني کړي.

بلخوا د خیبرپښتونخوا د ماشومانو د خوندیتوب د کمېسون مشر اعجاز محمد خان وايي، د ماشومانو د خوندیتوب مرکزونو لپاره شاوخوا ۴۶ ملیونه روپو بودیجه منظوره شوې او د دې مرکزونو د بیرته فعالولو لپاره د ګمارنو ترڅنګ نورې تیاریانې پیل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، دا تورونه ناسم دي چې حکومت له خپلې غاړې یا د خپلو ګټو لپاره دا مرکزونه بند کړي وو.

"په ۱۲ ضلعو کې د ماشومانو د خوندیتوب ادارو د فعالولو لپاره بودیجه ترلاسه شوې ده. خو د نورو کارونو لپاره له د حکومت لخوا پیسې پاتې دي. دا مرکزونه په ۲۰۱۱م کال کې جوړ شوي وو خو بیا ملازمینو یې د مستقل کېدو لپاره کیس کړی وو خو هغه ونه منل شو نو اوس موږ نوي کسان اخلو. دا مرکزونه به په پېښور، مردان، صوابۍ، کوهاټ، بنو، ایبټ اباد، بټګرام، بونیر، سوات، چترال او کوز دیر کې جوړېږي."

د بشري حقونو د مبارزینو په خبره، په خيبر پښتونخوا کې ۲۰۱۹م کال کې پر ماشومانو د جنسي تيریو ۱۸۰ پيښې ثبت شوې وې.

دغسې د پاکستان د بشری حقونو کمېشن د ۲۰۲۰م کال د اپريل پر ۳۰مه په خپل يو راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۹م کال کې په پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيريو ۲۸۴۶پيښې ثبت شوي دي نو پکار ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لړ کې د قوانینو عملي کولو ترڅنګ نور اقدامات هم وشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG