د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خپلواک او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي: ارګ


زلمی خلیلزاد (ښي لوري ته) له امریکايي چارواکو سره یو ځای په ارګ کې د غونډې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.
زلمی خلیلزاد (ښي لوري ته) له امریکايي چارواکو سره یو ځای په ارګ کې د غونډې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جون پر شپږمه په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدلي.

د افغان ولسمشر اشرف غني له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې د خلیلزاد په مشرۍ لوړپوړي امریکايي پلاوي له ولسمشر او نورو چارواکو سره د سیاسي، ډېپلوماټیکو، امنیتي او دفاعي، بشري او د اقتصادي همکاریو په دوام خبري کړي.

له ارګه خپور بیان وايي، د امریکا ګډ پلاوي له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ۳،۳ اربه ډالرو کلنۍ مرستې ته په اشارې له افغان ځواکونو، په ځانګړي ډول هوايي قواوو سره د مرستې او د بشر حقونو په برخه کې د ملاتړ پیغام ورکړ.

د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي، له ولسمشر غني سره په لیدنه کې دې پلاوي ویلي: "امریکا د یوه خپلواک، بې پرې، ډېموکراټیک او سوله‌ ییز افغانستان ملاتړ کوي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي."

اخوا د ملي مصالحې عالي شورا وايي، له عبدالله عبدالله سره کتنه کې امریکايي پلاوي د خپل سفر مقصد د امریکا او افغانستان ترمنځ د همکاريو د "نوي فصل او اړیکو" په اړه بحث بللی.

تر دې مخکې د جون پر پينځمه د امریکا بهرنیو چارو وزرات په يوه خبرپاڼه کې وویل چې زلمی خلیلزاد د جون له څلورمې څخه د کابل او دوحې په ګډون د سیمې د هېوادونو په سفر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، زلمی خلیلزاد به له حکومتي چارواکو، سیاسي رهبرانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې په ملاتړ او ورسره د جګړې د پای لپاره یوې سیاسې هوکړې ته د رسېدو پر موضوعاتو خبرې وکړي.

بیان وايي، "خلیلزاد به په دوحه کې د دواړو خواوو د سولې مرکچي پلاوي وهڅوي چې یوې داسې سیاسې هوکړې ته ورسېږي چې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پکې خوندي وي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د درېدلو خبرو د پېليدو په هيله بيا د دوحې په سفر دی.

تمه ده چې زلمی خلیلزاد به د سیمې یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم د افغانستان د سولې او د سوداګرۍ د پراختیا پر موقعو خبرې وکړي.

خلیلزاد به په دوحه کې د دواړو خواوو د سولې مرکچي پلاوي وهڅوي چې یوې داسې سیاسې هوکړې ته ورسېږي چې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پکې خوندي وي.
امريکا خارجه وزارت

د دې هڅو په دوام، د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژیل مېشو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې ډېبرا لاینز د افغانستان له مرکچي او طالب پلاویو سره کتلي دي.

په دې کتنو کې د سولې د روانې پروسې په ملاتړ او یوې داسې هوکړې خبرې شوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، په کتنه کې ملګرو ملتونو د سولې د بهیر د تلپاتې ملاتړ ټینګار وکړ او "د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو ونډه مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې د سولې خبرو په دې پړاو به په مهمو مسایلو خبرې وشي او هغه څه به ترلاسه شي چې د افغانانو خوښه وي."

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم وايي، د ملګرو ملتونو له چارواکو سره یې په کتنه د سولې لپاره کلک هوډ ښودلی دی.

نوموړي ویلي: "د افغان سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو په رول او تر سولې وروسته، په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو په مرستې بحث وشو."

د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په برخه کې د نړیوالې ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو ترڅنګ د افغانانو غوښتنه اوربند او د روانې جګړې درول دي.

app

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG