د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږېږي


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي(چپ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي(چپ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

ټاکل شوې ده چې نن د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ویډيو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې وکړي.

د دې درې اړخېزې غونډې په اړه د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین په پېکنګ کې خبري غونډې ته پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه) وویل چې د شوي تفاهم له مخې به د غونډې کوربه چین وي او دا غونډه د اعتماد د پياوړي کېدو او د همکاریو د زیاتېدو لپاره مهمه ده.

وینبین په وینا له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونه په داسې وخت کې وځي چې د سولې او پخلاینې خبرې په حساسه مرحله کې دي او دې حالت د افغانستان او د سیمې امنیتي وضعیت له یو ډول بې باورۍ سره مخامخ کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا وویل چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه وکړه چې په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي، په افغانستان کې به د سولې او پخلاینې په اړه جدي خبرې سره وکړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چین اندیښنه لرې چې هلته امنیتي وضعیت ګډوډ نه شي او د اویغور مسلمانانان تر استفاده و نه کړي، هلته منظم او منسجم نه شي او د چین پرضد وسله راوا نه خلي.

د دې اندېښنو په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي تېره میاشت د پاکستان او افغانستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفون خبرې کړې وې او ویلي یې و چې پېکنګ له افغانستانه د سږني کال تر ۱۱م سیپتمبره د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته تمه لري چې ملګري ملتونه په دغه هېواد کې ډېر فعال شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې باور دی چې د شانګهای د همکاریو سازمان چې د پاکستان او هند په ګډون اته غړي لري د افغانستان په مساله کې همغږه هڅې وکړي.

د پیکنګ، کابل او اسلام اباد ترمنځ درې اړخیزې غونډې پخوا هم شوې دي او نننۍ غونډه یې څلورمه یوه ده. د دې غونډې په اړه د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د مثبتو نتیجو تمه ترې لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG