د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې جګړه ودروي: محمود خان اڅکزی


محمود خان اڅکزی د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د پخواني سېنېټر رحیم مندوخېل څلورم تلین غونډې ته وینا کوي
محمود خان اڅکزی د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د پخواني سېنېټر رحیم مندوخېل څلورم تلین غونډې ته وینا کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر له طالبانو غوښتي چې جګړه پای ته ورسوي او د خپل هېواد د "ودې او پرمختیا" لپاره کار وکړي.

نوموړي د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د خپل ګوند د پخواني مخکښ سیاستوال او سېنېټر عبدالرحیم خان مندوخېل د څلورم تلین په اړه غونډې ته په وینا کې د افغانستان اوږدمهاله جګړه د افغانانو د توکموژنه وبلله. "د افغانستان د جنګ تر ۴۰ کلونو زیات وخت وشو خو لا نه دی ختم شوی. د افغانستان جنګ اوس د افغانانو او د پښتنو د نسل کشۍ شکل اخیستی دی، بالکل لکه د یو قام نسل چې ته کاږې."

د توکموژنې د مخنیوي او د دې د سزا کنوېنشن دویمه ماده د نسل وژنې د جرم پېژندنه یا تعریف وړاندې کوي او کاږي چې دا "په ټولیز یا په برخو کې د یوې ملي، نسلي، یا مذهبي ډلې د تباه کولو په نیت اقداماتو" ته وايي.

اڅکزي طالبانو ته په خطاب کې وویل، "تر کومه به سره وژنو" او له هغوی یې "خواست" وکړ چې تاوتریخوالی ودروي. "نن انسان د علم او پوهې دې معیار ته رسېدلی او وايي چې تاسې دا ماران، دا لړمان، دا ګیدړ، دا چغالان (شغالان)، دا لېوان او نور مه وژنئ [ځکه چې] دا د دنیا ښایست خرابوي. زرکه مه وژنه، بل [حیوان] مه وژنه، پښتون وژنه -- دا کوم معیار دی؟"

طالبانو د محمود خان اڅکزي د څرګندونو او غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

عبدالرحیم مندوخېل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نظریاتي او فکري لارښودانو یو بلل کېده.
عبدالرحیم مندوخېل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نظریاتي او فکري لارښودانو یو بلل کېده.

اڅکزي زیاته کړه چې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې په افغانستان کې د لسګونه هېوادونو سرتېرو او وګړو برخه اخیستې، خو په وینا یې اوس باید په هغه هېواد کې ارامي، ثبات او سوله وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د نړیوالو پر هڅو سربېره په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د ځنډ ښکار دي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي. تر نوموړي وروسته ناټو اېتلاف هم له هغه هېواده د پوځیانو ایستلو اعلان وکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغان ولسمشر اشرف غني په بیا بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او د سولې خبرو ته کښېني خو طالبان وايي، پر اوربند به په بین الافغاني خبرو کې بحث کېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو او د افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې پیل شوې خو تر څه وخت وروسته ودرېدې. د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۱۴مه طالبانو او افغان حکومت وویل چې د دواړو خواوو پلاویو غونډه کړې او د مذاکراتو پر دوام سلا شوي دي.

د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر موافقې لاسلیکولو وروسته - د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ ۲۹مه.
د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر موافقې لاسلیکولو وروسته - د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ ۲۹مه.

امریکا د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې ورسره سم، واشنګټن د امنیتي ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه د سرتېرو پر ایستلو سلا شو.

د پخواني سېنېټر عبدالرحیم مندوخېل تلین غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نورو مشرانو هم وینا وکړه.

عبدالرحیم مندوخېل څوک وو؟

مندوخېل د ۲۰۱۷ز کال د مې پر ۱۹مه د ۸۰ کلونو په عمرکې د کوټې په يو روغتون کې ومړ. نوموړي په ۱۹۳۷ز کال کې د بلوچستان په ږوب کې د ښایسته ناوې پرغاړه د شنه غره په لمن کې په اومژه مندوخېل کلي کې د عبدالرحمان اکا په کورکي سترګې غړولي وې.

عبدالرحیم مندوخېل په ۱۹۴۳ز کال کې د ږوب په های سکول کې زدکړې پېل کړې او په ۱۹۵۳ز کال کې یې تر لسم تولګي پوري تعلیم هم هلته تر سره کړ. له دې وروسته يې د کوټې له ګورنمېنټ کالج (اوسني ساينس کالج) څخه اېف اې او بي اې (۱۲م او ۱۴م ټولګي) پورې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۱-۶۳ز کلونو کې په پېښور پوهنتون کې د وکالت لوړې زده کړې ترسره کړې .

نوموړی د خپلو زدکړو پر مهال د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهيد) او عبدالغفارخان (باچا خان) په مشرۍ د پښتون قام د سیاسي تحریک فعاله غړی پاتې شو. نوموړی په پاکستان کې د امريت يا پوځي واکمنۍ په ضد د غورځنګونو مهمه برخه وو. مندوخېل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نظریاتي او فکري لارښودانو یو بلل کېده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG