د لاسرسي ځای

تازه خبر

هيچا ته د جمهوري نظام د تخریبولو اجازه نه ورکوو: محب


ډاکټر حمدالله محب
ډاکټر حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب په ننګرهار ولايت کې تر خوږياڼو او دره نور ولسوالۍ وروسته ګوشتې ولسوالۍ ته تللی وو.

هغه د مې په ۱۵مه پر ډيورنډ کرښې پرتې، ګوشتې ولسوالۍ کې د قومي سپين ږيرو په يوه غونډه کې وويل چې افغان حکومت به هيچا ته د جمهوري نظام د تخریبولو اجازه ورنه کړي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د خپل حکومت ملاتړ د تېر په څير روان وساتي او د جګړې په سوله ییز ډول ختمولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: ((د وسله والو مخالفينو په ليکو کې ډير یې اوس په دې پوه شوي چې جګړه د حل لار نه ده. په عامه پوهاوي‌کې راسره تاسو په ګډه کار وکړئ.))

د نوموړي سره په دې سفر کې د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل هم وو. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کښېني. هغه زیاته کړه: ((له علماوو مې هیله دا ده چې له هر ممبر او له هر مسجد څخه د روانې افغان وژنې خلاف غږ پورته کړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG