د لاسرسي ځای

تازه خبر

لنډمهاله اوربند د ستونزې حل نه دی: افغان ملي مصالحې عالي شورا


دا تر هغې وروسته ده چې په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې خپل بریدونه ودروي.
دا تر هغې وروسته ده چې په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې خپل بریدونه ودروي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، لنډ مهاله اوربند د دغه هېواد ستونزو هواري بنیادي او دایمي حل لاره نه ‌ده.

دغه شورا د مې پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له اوسني ناورین څخه د وتلو لار د سولې خبرې، دایمي اوربند او د تل لپاره د جګړې درول دي.

دا تر هغې وروسته ده چې په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې خپل بریدونه دروي.

د دغه ډلې له ‌خوا د تېر یکشنبې په ورځ ناوخته د اختر درېیو ورځو د اوربند په عنوان یوه اعلامیه خپره شوې وه.

په اعلامیه کې د طالبانو مشرتابه په خپلو جنګیالیو غږ کړی وو چې د وړوکي اختر په شپو ورځو کې افغان ولس ته د امن او ډاډ فضا برابره کړي او د اختر له لومړۍ تر درېیمې دې پر افغان ځواکونو هر ډول عملیات ودروي.

افغان حکومت هم په غبرګون کې له خپله اړخه د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

امريکا د طالبانو له خوا د درې ورځو لپاره د اوربند د اعلانولو هرکلی کړی او له دې ډلې یې وغوښتي چې ‌‌ډزبندي وغځوي.

اوربند ته د امريکا غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس د مې پر ۱۰مه په واشنګټن کې وویل، له طالبانو او له افغان مشرانو غواړي چې په جدي توګه د سولې په پروسه کې ښکېل شي، څو دا مسئله یقیني شي چې د افغانستان خلک په راتلونکي کې د ترهګرۍ له شره خلاص او له بې مفهومه تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.

افغانستان کې ماتم

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر په کابل او لوګر کې د خونړیو بریدونو په غبرګون نن د مې پر ۱۱مه ملي ویر اعلان کړی دی.

په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د مې پر ۱۱مه (نن) په دولتي ادارو او بهر کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو نمایندګیو کې د افغانستان بیړغ نیم ځوړند وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG