د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اخلاص سره د افغان سولې بهیر ملاتړ کوو: د پاکستان پوځ مشر


 د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستان د پوځ مشر وايي، هېواد یې د افغانستان سولې په پروسه کې په اخلاص همکاري کوي.

جنرال قمر جاوید باجوه دا څرګندونې د مې پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د شازادفیرې اینجېلا ایګېلر سره د لیدو پر مهال کړې دي.

باجوه چې له افغانستانه په ستنېدو یې د امریکایۍ چارواکې سره ملاقات کاوه، یو وارې بیا یې د خپل هېواد هغه دریځ تکرار کړ چې سوکاله، مستحکم او سوله ییزه افغانستان د پاکستان او سیمې لپاره هم په ګټه دی.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپلې وېبپاڼې لیکلي چې د امریکا شازدافیرې د افغان سولې لپاره د پاکستان د دوامدارو هلو ځلو ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مې پر ۱۰مه د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بریتانیا له لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په ارګ کې وکتل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مې پر ۱۰مه د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بریتانیا له لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په ارګ کې وکتل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مې پر ۱۰مه د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بریتانیا له لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني په دې کتنه کې په ټینګار سره وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هېواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه ‌لري.

په اعلامیه کې د ولسمشر له قوله راغلي، د افغانستان جګړه پوځي هواری نه ‌لري او پر پوځي هواري د طالبانو ټینګار افغانانو ته د منلو نه‌ دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

ولسمشر غني د دواړو هېوادونو ټېکاو او استحکام له یوه بل سره تړلي وباله او په افغانستان کې د عادلانه او پایدارې سولې د پليکېدو په برخه کې یې د پاکستان د اغېزمنې ونډې غوښتنه وکړه.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې جنرال باجوه د خپل سفر پر مهال د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره د جوړجاړي په بهیر کې پر پرمختګ، امنیتي، دفاعي او دوه اړخیزه اړيکو تر څنګ پر يو شمېر نورو مهمو چارو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملاقات پر مهال د پوځ د مشر وينا وه چې پر امنه افغانستان د باثباته سیمې په معنا دی او پاکستان به په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپل کوښښونه جاري ساتي.

نوموړی پر داسې مهال کابل ته تللی چې د کابل او لوګر د خونړیو بریدونو په غبرګون کې پر سېشنبه په افغانستان کې ملي ویر دی او د هېواد په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي راپورونه دي.

کله چې په اپرېل میاشت کې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړل، نو افغان ولسمشر پاکستان ته په زغرده وویل چې دوه غوراوي مخکې لري، لومړی له افغانستان سره د ملګرتیا او دویم هم د دښمنۍ.

پاکستان هم له خپله اړخه ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر کې مرسته کوي.

د کابل تر سفر وړاندې له جنرال باجوه سره د برتانيا د پوځ مشر جنرال نېکلس پیټرک کارټر هم لیدلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې په خپل يو بيان کې زیاته کړې چې دواړو پوځي مشرانو پر سيمه ييز امنيت او د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

افغان چارواکو تل له پاکستانه غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي.

کله چې په اپرېل میاشت کې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړل، نو افغان ولسمشر پاکستان ته په زغرده وویل چې دوه غوراوي مخکې لري، لومړی له افغانستان سره د ملګرتیا او دویم هم د دښمنۍ.

پاکستان هم له خپله اړخه ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر کې مرسته کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG