د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر غني او جنرال باجوه لیدنه: افغان سوله کې د پاکستان موثر رول غواړو


جنرال باجوه د ۲۰۲۰ز په جون کې هم کابل ته تللی وو - ارشیف انځور.
جنرال باجوه د ۲۰۲۰ز په جون کې هم کابل ته تللی وو - ارشیف انځور.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بریتانیا له لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني په دې کتنه کې په ټینګار سره وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هېواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه ‌لري.

په اعلامیه کې د ولسمشر له قوله راغلي، د افغانستان جګړه پوځي هواری نه ‌لري او پر پوځي هواري د طالبانو ټینګار افغانانو ته د منلو نه‌ دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

ولسمشر غني د دواړو هېوادونو ټېکاو او استحکام له یوه بل سره تړلي وباله او په افغانستان کې د عادلانه او پایدارې سولې د پليکېدو په برخه کې یې د پاکستان د اغېزمنې ونډې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ا افغانستان د مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال باجوه نن د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې جنرال باجوه له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د روانو حالاتو حل د خبرو له لارې شونی بولي.

ښاغلي باجوه ویلي چې سیاسي حل‌لاره او خبرې کولای شي د افغانستان راتلونکی وټاکي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې جنرال باجوه د خپل سفر پر مهال د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره د جوړجاړي په بهیر کې پر پرمختګ، امنیتي، دفاعي او دوه اړخیزه اړيکو تر څنګ پر يو شمېر نورو مهمو چارو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملاقات پر مهال د پوځ د مشر وينا وه چې پر امنه افغانستان د باثباته سیمې په معنا دی او پاکستان به په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپل کوښښونه جاري ساتي.

نوموړی پر داسې مهال کابل ته تللی چې د کابل او لوګر د خونړیو بریدونو په غبرګون کې پر سېشنبه په افغانستان کې ملي ویر دی او د هېواد په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي راپورونه دي.

کله چې په اپرېل میاشت کې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړل، نو افغان ولسمشر پاکستان ته په زغرده وویل چې دوه غوراوي مخکې لري، لومړی له افغانستان سره د ملګرتیا او دویم هم د دښمنۍ.

پاکستان هم له خپله اړخه ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر کې مرسته کوي.

د کابل تر سفر وړاندې له جنرال باجوه سره د برتانيا د پوځ مشر جنرال نېکلس پیټرک کارټر هم لیدلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې په خپل يو بيان کې زیاته کړې چې دواړو پوځي مشرانو پر سيمه ييز امنيت او د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

افغان چارواکو تل له پاکستانه غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي.

کله چې په اپرېل میاشت کې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړل، نو افغان ولسمشر پاکستان ته په زغرده وویل چې دوه غوراوي مخکې لري، لومړی له افغانستان سره د ملګرتیا او دویم هم د دښمنۍ.

پاکستان هم له خپله اړخه ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر کې مرسته کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG