د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستۍ فعالانې د افغان وژنې او ورانیو د بندیدو غوښتنه لري


مدني فعالانې: د جګړې تر ټولو ستر زیان ښځې زغمي.
مدني فعالانې: د جګړې تر ټولو ستر زیان ښځې زغمي.

خوستۍ مدني فعالانې او میرمنې په هېواد کې د افغان وژنې او ورانیو د بندیدو غوښتنه کوي او وايي، چې د جګړې ښکیلې خواوې دې په اول ګام کې اوربند وکړي.

دوی زیاتوي، په سوله کې د دې هېواد ټول مادي او معنوي پرمختګونه او په ځانګړي ډول د ښځو هغه لاسته راوړنې خوندي کېږي، چې په وروستیو نږدې دوه لسیزو کې يې لاسته راوړي دي.

خوستیو ښځينه فعالانو او میرمنو یادې غوښتنې د جون پر څلورمه مشال راډیو سره په خبرو کې شریکې کړې.

نسرین احساني چې له تېرې یوه نیمې لسیزې د ښځو د حقونو او تعلیم ته د نجونو د هڅونې په برخه کې کار کوي وايي، د جګړې تر ټولو ستر زیان ښځې زغمي.

نسرین احساني وویل، په تېرو مسایلو پسې باید ونه ګرځو او د خپل هېواد راتلونکې د هوساینې لپاره کار وکړو.

خوستۍ فعالانې وايي، یوازې په سوله کې ټول پرمختګونه او د دوی لاسته راوړنې خوندي کیدلی شي.

مدني فعالې حمیرا نوري وویل، سوله له ځان سره د امنیت، ورورولي، سوکالي او د مور مینه لري، پلار په کې د خپلو اولادونو هیلې ترسره کولی شي او په سوله کې یو کس جسماً او فکراً هېواد ته د خدمت کولو جوګه ګرځي.

مدني فعاله نادیه باوري د اوربند او دایمي سولې غوښتنه کوي او وايي، د جګړې د دواړو خواوو قربانیان افغانان دي.

د جګړې د دواړو خواوو قربانیان افغانان دي.
نادیه باوري

نادیه باوري هیله څرګندوي، چې افغانان به د سولې او یووالی له لارې د دې هېواد جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د ښځو چارو رئیسه شافعه نورزۍ وايي، دوی داسې سوله غواړي چې په هغه کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقوق خوندي وي.

دې زیاتوي، په جګړه کې ځکه ښځې ډېرې زیانمنې وي، چې دوی په کې ورور، پلار، زوی او یا خاوند دلاسه ورکوي.

خوستۍ فعالانې او میرمنې داسې مهال د جګړې د ښکیلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه کوي، چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله څلورمه درې اړخیزه انلاین ناسته کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د درېدلو او هر اړخیز اوربند د ټېنګښت غوښتنه وکړه.

د دغې درې اړخیزې غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ناامنیو دوام، د سیمې ثبات او اقتصادي سوکالي اغېزمنوي.

XS
SM
MD
LG