د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جینیوا غونډه: شهباز شریف وايي تر سېلابونو وروسته څه د پاسه ۱۶ اربه ډالرو ته اړتیا لري


وزیراعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د جنورۍ پر نهمه د جینیوا غونډه کې یوې وینا ته غوږ دي.
وزیراعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د جنورۍ پر نهمه د جینیوا غونډه کې یوې وینا ته غوږ دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په هېواد کې یې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې تر سېلابونو وروسته د بحالي او بیا ودانۍ چارې لا پای ته نه دي رسېدلې.

نوموړي د جنورۍ پر نهمه د ملګرو ملتونو په نوښت د سوېټزرلینډ په جینیوا کې نړیوالې غونډې ته په وینا کې له سېلاب ځپلو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو مننه وکړه.

شریف وویل، د سیند او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې سېلابي اوبه ولاړې دي. د ده په خبره، د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو تر ۳۰ مېلیونه زیات خلک اغېزمن کړل، تر اته مېلیونه زیات کسان بې کوره شول او شاوخوا ۸،۰۰۰ کېلومیټره سړکونه یې ړنګ کړل.

وزیراعظم زیاته کړه چې هېواد یې د بحالۍ او بیارغونې چارو لپاره څه د پاسه ۱۶ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په وینا کې وویل چې اسلام اباد د جینیوا ناستې ته د یوې غونډې نه بلکې د "اوږدمهاله شراکتدارۍ" په سترګه ګوري.

د جینیوا په غونډه کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د نړیوالې ټولنې پر مالي مرستو بحث کېږي.

ملګرو ملتونو د جنورۍ پر اتمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د لوړې سطحې د کنفرانس موخه له خلکو او د پاکستان له حکومت سره د نړیوال ملاتړ پراخول دي.

په بیان کې راغلي چې د مالي مرستو له لارې به پاکستان د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د ورښتونو او لویو سېلابونو له کبله د ړنګې او زیانمنې بېخبنا (انفراسټرکچر) د بیارغونې، د سېلاب ځپلو د کورونو بیاودانۍ او ورسره د اړینې مرستې او داراز، د اب و هوا (اقلیم) بدلون پر وړاندې د مقاومت جوګه شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تر دې مخکې د جنورۍ پر اتمه له اسلام اباده د پرواز پر وخت پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي ول چې د کنفرانس ګډونوال د خپل حکومت له اقداماتو خبروي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال د جون له نیمايي څخه تر اګست پورې بارانونو او سېلابونو لوی زیانونه واړول. د هغه هېواد حکومت وايي چې سېلابونو پاکستان ته د شاوخوا ۳۰ اربه امریکايي ډالرو تاوان اړولی دی.

پاکستان له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره هم مخامخ دی چې له وجې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور هم اخیستی دی.

ملګرو ملتونو د جینیوا غونډې ته د نړیوالو مالي ادارو مشران، د بېلابېلو هېوادونو حکومتي مشران او چارواکي، د ملګرو ملتونو د یوشمېر سازمانونو مشران او د مدني ټولنې فعالان وربللي دي.

XS
SM
MD
LG