د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: د ای اېم اېف پروګرام بحالي د اقتصاد لپاره مهم دی خو منزل نه دی


شهباز شريف د ای اېم اېف له خوا د پورونو پروګرام بحالولو ګام د پاکستان د اقتصاد لپاره مهم بللی دی.
شهباز شريف د ای اېم اېف له خوا د پورونو پروګرام بحالولو ګام د پاکستان د اقتصاد لپاره مهم بللی دی.

د پاکستان وزیراعظم د مالیې نړيوال صندوق (ای اېم اېف) له لورې دې هېواد ته د پورونو ورکولو پروګرام د بحالی اقدام مهم بللی خو البته وايي چې دا يې منزل نه دی.

ای اېم اېف د اګست پر ۲۹مه نېټه په واشنګټن کې پاکستان ته د پور ورکولو د بحالی جاج واخیست او دې هېواد ته يې د يو اشاريه یو ارب (ميليارده) امريکايي ډالر ورکولو فیصله وکړه.

شهباز شريف د اګست پر ۳۰مه نېټه د ای اېم اېف دا ګام د پاکستان د اقتصاد د بحالۍ په لړ کې يو پړاو وباله چې په وينا يې دا به هېواد د اقتصادي بحالۍ پر لاره روان کړي.

خو نوموړي ويلي چې د پورونو پروګرام بحالول مهم دی خو دا د دې هېواد منزل نه دی بلکې د اقتصادي خود انحصادۍ لپاره به شپه او ورځ محنت کول وي.

هغه وويل"پاکستان باید هرو مرو د پورونو له ځنځيرونو ځان خلاص کړي او د خلاصون يوازينۍ لاره يې په معاشي ډهانچې کې اصلاحات کول دي."

د ماليې نړيوال صندوق د پورونو بحالولو تر پرېکړې وروسته په یو بیان کې ويلي چې پاکستاني چارواکو يوشمېر داسې ګامونه پورته کړي چې له امله یې په ۲۰۲۲ز مالي کال کې د سهولت ورکونکو پالیسیو او د اوکراین دجنګ له امله د پاکستان خرابېدونکی اقتصادی حالت ته د حل لاره پېدا کړي.

په بیان کې ويل شوي چې د یادو پالیسیانو او د اوکراین جنګ پر پاکستاني روپۍ او د دې هېواد په بهرنیو مالي زیرمو هم د پام وړ فشار راوړی دی. ای اېم اېف زیاته کړې چې پاکستان "په یوه ننګونکي اقتصادي پړاو کې دی."

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د اکست پر ۲۹مه پر ټویټر لیکلي چې د ای اېم ایف بورډ د پاکستان لپاره د غځول شوو مالي پانګو د سهولت (ایکسټنډډ فنډ فېسیلټي پروګرام) بیا پیلولو منظوري ورکړې ده او باید اوس یو اعشاریه ۱۷ اربه ډالرو اووم او اتم قسط ترلاسه کړي.

د ايي ایم ایف لخوا دا خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې په پاکستان کې د سيلابونو له کبله د سلګونو کسانو په ګډون مالي تاوانونو اوښتي دي.

رويټرز خبري اژانس د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال له قوله ليکلي چې د سیلاب له وجې د دې هېواد بسټيز جوړښت ته لوی زیان رسېدلی دی چې په وينا یې پر بیا رغونې به يې ۱۰ اربه (ميليارده) ډالر لګښت راځي. هغه زیاته کړې چې د بیا رغونې او بحالی پر چارو ښايي پینځه کاله وخت ولګېږي.

XS
SM
MD
LG