د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سېلاب ځپلي لا هم له مرستو بې برخې دي


پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې سېلابونو زرګونه خلک وځپل. انځور له ارشیفه
پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې سېلابونو زرګونه خلک وځپل. انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د سېلاب ځپلو سیمو ولس وايي، د څلورو میاشتو تيرېدو باوجود ورسره حکومت مکملې مرستې نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومتي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ز کال د اګست په میاشت کې د پشکال بارانونو او سېلابونو د هغه صوبې څه د پاسه درې مېليونه خلک ځپلي ول. سېلابونو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه په سوات، شانګله، چارسده، نوښار، ټانک او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې اړولي وو.

د جنورۍ پر اوومه، له مشال راډيو سره په خبرو کې د ډېره اسماعيل خان د دوتاڼي ټاون غلام حسین دوتاڼي وویل چې د هغوی په سیمه کې تر ۱۰۰ زیات کورونو ته مکمل او جزوي زیانونه اوړېدلي ول خو تر اوسه ورسره حکومت هېڅ مرستې نه دي کړي. "موږ سره د خوراک د نړيوال پروګرام له خوا دوه ځله د خوراکي شیانو مرستې شوې دي. د هغې نه علاوه چې د چا کورونه ړنګ شوي دي، هغوی اوس هم تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، د ژمي موسم دی ماشومان يې ناروغه دي، تر دې مهاله نه دوی ته خيمې ورکړل شوې دي او نه هم نورې مرستې. موږ د حکومت له خوا ډېر زیات له پامه غورځول شوي یو، نه پوهېږو چې د بهرنيو هيوادونو او د بشري حقونو د ادارو له خوا کوم امدادونه چې راغلي وو، هغه څه شول؟ "

سیند کې سېلابونو د څارویو لپاره د ګیا کمی رامنځته کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00


د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې د شمېرو له مخه په ډيره اسماعيل خان کې ۸۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلې وه او څه د پاسه ۳۳ زره کورونو ته په مکمله او څه کم ۴۲ زره کورونو ته جزوي زیان رسیدلی وو. د تير کال د اګست د میاشتې سېلابونو تر ټولو زیاته یاده ضلع ځپلې وه. بله خوا د سوات د بحرین د چيل ډپو کلي نور زمان وايي چې د کلي د نورو ۲۸ کورونو سره سېلاب د ده کور هم وړی وو او اوس سره د بچو د خپلوانو کره اوسېږي.

نوموړی وايي: " زما څلور بچي دي، یومې لور ده او درې مې زامن دي، زموږ چې څه هم د بچت پیسې وې په هغې مو يو د کبانو او یو د چرګانو فارم جوړ کړی وو، یو مې کور او یو مې پټی وو ، هغه هر څه سېلاب يوړل. اوس موږ له رشته دارو کره اوسېږو، مالی حالت مې ډیر سخت خراب دی نو ځکه مې نه تر اوسه کور جوړ کړی او نه مې د کاروبار د بیا شروع کولو مالی طاقت شته. ځينو خيراتي ادارو راسره مرستې کړي، خو حکومت تر اوسه هیڅ مرسته نه ده کړې. حکومت ويلي دي چې په بانکونو کې اکاونټونه جوړ کړئ چې پیسې درکړو. موږ اکاونټونه جوړ کړي خو حکومت تر اوسه څه مرسته نه ده کړې."


د پي ډي ایم ای د شمېرو له مخې په سوات کې د اګست د میاشتې د سېلابونو له امله په مجموعي توګه اتویشتو کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلې وه او ۲۳۳ کورونو ته مکمل او جزوي زیانونه رسیدلي وو. بله خوا د جنورۍ پر اوومه له مشال راډيو سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا د افتونو سره د مبارزې ډایريکټر جنرل شریف حسین وویل، چې د دغو بارانونو او سېلابونو له امله په صوبه کې په مجموعي توګه څه د پاسه ۷۵ زره کورونو ته مکمل او جزوي زیانونه رسیدلي وو. دده په خبره د دې ټولو زیانونو سروې مکمله شوې ده او ځپل شویو خلکو ته د مالي مرستو لړۍ يې پيل کړې ده.

نوموړی وايي: "چې څومره خلک مړه شوي وو، د هغوی وارثانو ته مو معاوضه ورکړې ده. دا مهال په ډيره اسماعيل خان کې د ۲۰ نه تر ۲۵ في صدو پورې سروې پاتې ده، باقی په ټوله صوبه کې د زیانونو سروې مکمله شوې ده. تر دې مهاله، موږ د زیانونو په مد کې ۱۹ زره سېلاب ځپلو ته څلور اعشاریه شپږ اربه روپۍ ورکړي دي. دا مهال د بیا اباد کارۍ لړۍ روانه ده خو موږ بیا هم سېلاب ځپلو ته د یخنۍ نه د بچ کيدو لپاره ۸۰ زره کمبلې هم ورکړي دي."


د شریف حسین په خبره دا ټولې مرستې د صوبايي حکومت له خوا شوي دي. د ده په خبره د وزیر اعظم شهباز شریف له خوا د صوبې د سېلاب ځپلو لپاره اعلان شوې لس اربه روپۍ دوی ته نه دي ورکړل شوي. د پاکستان حکومت دعوه کوي چې دغو سېلابونو په مجموعې توګه په ټول هيواد کې د دیرشو اربو ډالرو نه زیات زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو يو اين ډي پي ادارې د جنورۍ پر پنځمه په خپل يو راپور کې خبرداری ورکړی چې د ۳۳ مېلیونو سېلاب ځپلو نه علاوه نور څه د پاسه نهه مېلیونه خلک د غربت سره مخامخ کيداې شي.

بله خوا د جنورۍ پر نهمه په جنيوا کې د پاکستان د سېلاب ځپلو سره د مالي مرستو لپاره يوه غونډه هم بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG