د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي نړیوال بانک ورته د سېلاب ځپلو د مرستې لپاره ۱.۳ اربه امریکايي ډالر ورکوي


په بلوچستان کې یوه ماشومه د سېلاب پر مهال خوندي ځای ته د لېږدېدو په انتظار ده - د اکتوبر میاشتې انځور.
په بلوچستان کې یوه ماشومه د سېلاب پر مهال خوندي ځای ته د لېږدېدو په انتظار ده - د اکتوبر میاشتې انځور.

د پاکستان چارواکو ویلي دي چې نړیوال بانک ورته د سېلاب ځپلو د مرستو لپاره ۱.۳ اربه امریکايي ډالر ورکوي.

د خوړو د خوندیتوب او تحقیق وزارت د نومبر پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې نړیوال بانک دا پیسې د بیړنیو چارو، کرنې او د کورونو بیاودانۍ لپاره ورکوي.

په بیان کې راغلي چې بانک به هغه پیسې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په غونډه کې تر منظورۍ وروسته ورکوي.

وزارت زیاتوي، دا توافق د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک د دوامدارې پرمختیا څانګې د مشر جان روم او د خوړو د مصوونیت یا خوندیتوب او څېړنو چارو وزیر طارق بشیر چیمه ترمینځ په غونډه کې شوی دی.

د پاکستان حکومت وايي، د جون له ۱۴مې څخه تر سېپټېمبر پورې ورښتونو او سېلابونو د هېواد اقتصاد ته د څه د پاسه ۳۰ اربه امریکايي ډالرو تاوان رسولی دی.

نړیوال بانک د نومبر په پیل کې هم اعلان کړی وو چې د انرژۍ د بېخبنا (انفراسټرکچر) جوړولو لپاره پاکستان ته درې اربه ډالر ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG