د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري او اینتني بلېنکن پاکستان کې د سېلاب ځپلو سیمو پر بیارغونه غږېدلي دي


بلاول بوټو زرداري او اینتني بلېنکن په نیو یارک کې له یو بل سره خبرې کوي - پخوانی انځور.
بلاول بوټو زرداري او اینتني بلېنکن په نیو یارک کې له یو بل سره خبرې کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل امریکايي سیال اینتني بلېنکن سره په خپل هېواد کې د سېلابونو له وجې د اوښتي زیان او د بیارغونې پر چارو خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزار د ډېسېمبر پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې بلېنکن او بلاول بوټو زرداري په نیو یارک کې سره ولیدل او په جنورۍ کې یې د اقلیم یا اب و هوا بدلون د مخنیوي لپاره پر جوړېدونکې نړیوالې غونډې هم خبرې کړې دي.

د پاکستان حکومت او نړیوالو څېړنیزو ادارو او پوهانو ویلي دي چې په هغه هېواد کې د جون له نیمايي راهیسې د وسې او بیا د پشکال د بارانونو له وجې د لویو سېلابونو راتګ لامل د اب و هوا بدلون دی.

سېلابونو د پاکستان په سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ګڼې سیمې وځپلې، پکې لکونه خلک بې کوره شول، سلګونه ووژل شول او د اسلام اباد په وینا، د شاوخوا ۳۰ اربه ډالرو تاوان یې واړاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې بلېنکن په پاکستان کې په وروستیو "ترهګرو بریدونو" کې د وژل شویو او ژوبلو کسانو له کورنیو سره خواخوږي وښووله او له اسلام اباد سره یې "د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې" د واشنګټن "د کلک ملاتړ هوډ" څرګند کړ.

بیان زیاتوي چې بلاول بوټو زرداري له سېلاب ځپلو سره د امریکا د ۹۷ مېلیونه ډالرو د مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه به د دوه اړخیزه اړیکو د لا پراختیا او د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره په ګډه کار او همکارۍ ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG