د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلدیاتي انتخابات: جمعیت علمای اسلام او تحریک انصاف زیاتې څوکۍ ګټلي


د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د ډېسېمبر پر ۱۹مه وشول.
د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د ډېسېمبر پر ۱۹مه وشول.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړي پړاو کې له غېر حتمي او غېر سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) په صوبه کې د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. په دې ضلعو کې ټول ۶۶ تحصیلونه دي چې پر ۶۳ يې انتخابات وشول.

د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن د ډېره اسماعيل خان، کواټ او بنو په درو تحصيلونو کې د تاوتریخوالي د پېښو له کبله انتخابات ځنډولي ول.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه د انتخاباتي کمېشن له غېرحتمي او غېرسرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) پر ۱۷ تحصيلونو، واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پر ۱۲، عوامي نېشنل ګوند پر شپږ، پاکستان مسلم ليګ نواز پر درو، پاکستان پيپلز ګوند، جماعت اسلامي، مزدور کسان پارټۍ او تحریک اصلاحات پاکستان ګوند پر يو، يو تحصيل کاميابي ترلاسه کړې ده. نارسمي نتیجې ښيي چې د دې تر څنګ اووه ازاد نوماندان هم بريالي شوي دي.

په قبایلي ضلع خیبر کې له انتخاباتي دفتره له ترلاسه شویو معلوماتو سره سم، د لواړګي د چېرمېن څوکۍ لپاره له ۹۱ څخه د ۷۱ پولېنګ سټېشنونو غیرحتمي او غیرسرکاري نتیجې ښيي چې د تحریک اصلاحات پاکستان ګوند شاه خالد شینواری د ۸۹۲۲ ووټونو په اخیستو له نورو نوماندانو مخکې دی.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د انتخاباتو پر مهال د لواړګي د بازار زخه خېلو د رایې اچونې په ۲۰ مرکزونو کې د ګډوډۍ له وجې انتخاباتي عمل ودرېد. انتخاباتي کمېشن وايي، اوس به هلته له سره انتخابات کوي.

له نارسمي او غیرحتمي نتیجو سره سم، په باړه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا محمد کفیل د ۷۵۴۰ ووټونو په ترلاسه کولو مخکې دی خو هلته په کلاخېلو کې به هم په درو پولېنګ سټېشنونو کې بیا انتخابات کېږي.

غیرحتمي او نارسمي نتیجې ښيي چې په جمرود کې د تحریک اصلاحات پاکستان ګوند سید نواب اپرېدی د ۹۳۸۹ ووټونو په اخیستو له نورو کاندیدانو مخکې دی. د انتخاباتو پر ورځ د جمرود په ټولو پولېنګ سټېشنونو کې رایې واچول شوې.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي حکومتونو یا ادارو د اصلاحاتو څانګې مشر ګل محمد د ډېسېمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل، انتخاباتي نتیجې چې وروستۍ شي او رسماً اعلان شي نو بیا به د تحصیلونو چېرمینانو او کونسلرانو ته دفترونه او عمله ورکوي.

د ده په خبره، په کلیوالو شوراګانو کې به د کلیو یو سېکرټر هم وي چې هغه به سرکاري استازی وي او خلکو ته به مهم اسناد تاییدوي او ورکوي.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه، د انتخاباتو پر ورځ په کرک، باجوړ، پېښور او خیبر کې د ناامنیو په پېښو لږ تر لږه پینځه کسان ووژل او شاوخوا ۱۰ ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا په پاتې ۱۸ ضلعو کې چې پکې به څلور قبایلي سیمې هم شاملې وي، د بلدیاتي انتخاباتو دویمه پړاو د ۲۰۲۲ز کال د جنوري په نیمايي کې کېږي.

XS
SM
MD
LG